ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قریشي: د افغان سولې پروسه کې همکاري د ټولو ګډ مسوولیت دی

قریشي: د افغان سولې پروسه کې همکاري د ټولو ګډ مسوولیت دی

author avatar
18 Jan 2019 - 15:55
قریشي: د افغان سولې پروسه کې همکاري د ټولو ګډ مسوولیت دی
author avatar
18 Jan 2019 - 15:55

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې د افغان شخړې هواري او سولې پروسه کې همکاري د ټولو ګډ مسووليت دى.

د پاکستان  د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي دغه څرګندونې نن په اسلام اباد کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ پلاوي سره لیدنه کې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې  ليدنه کې د افغان سولې لپاره پر وروستيو هڅو او پرمختګونو باندې په تفصيل سره بحث وشو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي ويلي چې په سيمه او افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به پاکستان خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د هغه په وينا، دا د ټولو مسووليت دى چې په افغان سوله  کې خپل رول ترسره کړي.

خليلزاد په افغان سوله کې همکارۍ ترسره کولو کې له پاکستانه د مننې تر څنګ ويلي چې امريکا د پاکستان د هڅو قدرداني کوي.

خليلزاد له ټاکلې نېټې دوه ورځې ځنډ سره له کابله اسلام اباد ته تللى او پرون يې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم ليدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.