واشنګټن (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٧): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ډیموکرات ګوند سره د حکومت د ستونزو پر سر افغانستان او بروکسل ته د کانګرېس د مشرې نانسي پلوسي سفر وځنډاوه.
ټاکل شوې وه چې د امريکا د کانګرېس مشره نانسي پلوسي د روان زېږديز کال د جنورۍ په ٢٩مه لومړی د بلجيم پلازمېنې بروسکل، مصر او افغانستان ته سفر وکړي.
خو د سپينې ماڼۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د هغې د سفر مخه نيولې او د پوځي الوتکې له ورکولو یې انکار کړى دى.
ټرمپ پلوسي ته په يوه ليک کې ليکلي: ((په ډېرې بښنې سره غواړم تا خبره کړم چې دغو هېوادونو ته ستا سفر وځنډوم، څه وخت وروسته به دغه سفر وروسته له هغه تنظيم کړم چې په امريکا کې داخلي ستونزه هوارې شي.))
د يادونې ده، په امريکا له تېرې نږدې يوې مياشتې راهیسې د کانګرېس د دولتي او اپوزېسيون د وکيلانو ترمنځ د لانجو له امله دولتي مامورينو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.
ولسمشر ټرمپ پلوسي ته ويلي چې دغه سفر د 'سیل' لپاره کوي او زياته کړې یې ده چې په بله الوتکه کې دې بيا سفر وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن