مهترلام (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د لغمان د ښاروالۍ له خوا د ولايت په مرکز مهترلام ښار کې نوى جوړ شوى څلور پوړيز مارکېټ پرانيستل شو.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه مارکېټ د پرانيستې په مراسمو کې والي محمد اصف ننګ، د لغمان ښاروال نظيف الله الکوزي او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي پژواک ته وويل چې پر دغه مارکېټ څه باندې ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او په څلورو پوړونو کې جوړ شوى دى.
د نوموړي په وينا، په دغه مارکېټ کې ټول ١٨ دوکانونه دي او په څلورم پوړ کې څلور د اوسېدو خونې هم لري.
ښاروال وويل، په ياد مارکېټ کې وخت ته په کتو ټولې اسانتياوې په پام کې نیول شوې دي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د یاد مارکېټ پر جوړېدو خوښي وښوده او دغه کار يې د ښاروالۍ په عوایدو او د ښاریانو په اسانتياوو کې يوه لاسته راوړنه وبلله.
هغه ښاروال ته دنده وسپارله چې د ښار پاکوالي او پراختیا لپاره هم جدي کار وکړي، څو ټولو ښاریانو ته اړین ښاري خدمات ورسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن