کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): امرالله صالح چې نږدې یوه میاشتې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توګه ټاکل شوی و، نن يې له خپلې دندې استعفا ورکړه؛ ځکه د ولسمشرمحمد اشرف غني په ټاکنیز ټکټ کې د لومړي مرستیال په توګه شامل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح له خپلې دندې استعفا ورکړه.
په ورته مهال، یوې بلې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل چې امرالله صالح د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره استعفا کړې او د ولسمشرمحمد اشرف غني په ټاکنیز ټکټ کې د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د یادونې ده چې امرالله صالح، نږدې یوه میاشت وړاندې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی و.
هېره دې نه وي چې تر اوسه د محمد حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار او عبداللطیف پدرام په ګډون لسو کسانو د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه کړې او ټاکل شوې چې سبا ولسمشر محمداشرف غنی او اجراييه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹ مه ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن