د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت له سرپرستۍ استعفا وکړه

امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت له سرپرستۍ استعفا وکړه

Jan 19, 2019 - 15:01

 

 کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷):  امرالله صالح چې نږدې یوه میاشتې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توګه ټاکل شوی و، نن يې له خپلې دندې استعفا ورکړه؛ ځکه د ولسمشرمحمد اشرف غني په ټاکنیز ټکټ کې د لومړي مرستیال په توګه شامل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح له خپلې دندې استعفا ورکړه.

په ورته مهال، یوې بلې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل چې امرالله صالح د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره استعفا کړې او د ولسمشرمحمد اشرف غني په ټاکنیز ټکټ کې د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

 د یادونې ده چې امرالله صالح، نږدې یوه میاشت وړاندې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی و.

هېره دې نه وي چې تر اوسه د محمد حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار او عبداللطیف پدرام په ګډون لسو کسانو د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه کړې او ټاکل شوې چې سبا ولسمشر محمداشرف غنی او اجراييه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹ مه ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement