کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار، د ولسمشرۍ ټاکنو لسم نوماند په توګه له خپلو دوو مرستیالانو سره، نن د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې نوم لیکنه وکړه.
حکمتیار د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند، ډاکټرفضل الهادی وزین د لومړي مرستیال او قاضي حفیظ د دویم مرستیال په توګه نن له غرمې وروسته په رسمي ډول په یو ټاکنیز ټکټ کې نوم لیکنه وکړه.
حکمتیار چې په ۱۳۲۶ کال کندوز ولایت کې زېږيدلې، کله چې د کابل پولتخنیک محصل و، سیاست ته یې مخه کړه په ۱۳۴۹ کال کې چې د ښي اړخو او کیڼ اړخو ډلو تر منځ ايډیالوژیک اختلافات اوج ته رسېدلي و، د ((ځوانو مسلمانو)) ډلې غړیتوب یې تر لاسه کړاو له دوه کاله فعالیت څخه وروسته بندي شو او تر ۱۳۵۲کال پورې په زندان کې و. نوموړی د محمد داوودخان له کودتاه سره سم، پاکستان ته ولاړ او د ۱۳۵۷ کال د غويي له ۷ مې وروسته يې د پاکستان حکومت په مرسته د خلق دموکراتیک ګوند په مشرۍ د دولت پر وړاندې غلچکي بریدونه پیل کړل. په ۱۳۵۸ کال کې له جمعیت اسلامي ګوند څخه جلا او د حزب اسلامي په نوم یې بل ګوند جوړ کړ؛ له جوړېدو څخه دوه کاله وروسته دا سیاسي جوړښت د حزب اسلامي حکمتیار او حزب اسلامي یونس خالص په نومونو په دوه برخو ووېشل شو.
خو نوموړى له اوسني حکومت سره د یوې هوکړې پر اساس له جګړې لاس په سر شو، او د دې هوکړې تر ټولو مهمې لاسته راوړنې د حکمتیار قضايي خوندیتوب ، د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د نوموړي نوم ایستل او د حزب اسلامي بندیانو خوشې کول دي.
ګلبدین حکمتیار له نوم لیکنې څخه وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ګوندونو او قومونو تر منځ د واک وېش ته ژمن نه دی او کسان باید د وړتیا له مخې وټاکل شي.
د ولسمشرۍ دې نوماند، موجوده نظام ناکام وباله او ويې ویل: ((د روانو جګړو د دوام لامل اوسنی نظام دی او دا نظام له بهر څخه پر افغانانو تپل شوی دی.))
حکمتیار د خپلو خبرو په دوام وویل چې د فدرالي او صدراتي نظام پلوی نه دی، بلکې هېواد یو پیاوړي مرکزي نظام ته چې واګي یې له منتخب ولسمشرسره وي، اړتیا لري.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې حزب اسلامي مخکې د اساسي قانون بدیله طرحه وړاندې کړې چې د هغه په خبره، د منځپانګې له اړخه به له اوسني اساسي قانون څخه بډای وي.
تر دې وړاندې ډاکټر زلمي رسول د ((ملي یووالي، عدالت، امنیت، سولې، اعتدال او برابرۍ )) ، عبداللطیف پدرام د ((ازادي، عدالت او امنیت))؛ محمد حکیم تورسن د ((موږ عمل کوو، شعار نه ورکوو)) شعارونو سره، سید نورالله جلیلي؛ عنایت الله حفیظ، فرامرزتمنا؛ شهاب حکیمي؛ او محمد حنیف اتمر د ((سولې او اعتدال)) په شعار سره د ۱۳۹۸ کال چنګاښ ۲۹ مې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځانونه کاندید کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۹مه د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کولو او د روانې میاشتې له ۱۳ مې تر پای پورې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم لیکنې موده اعلان کړې او ويلي يې دي چې کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د نوم لیکنې غځېدو لپاره هېڅ پلان نه لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند په توګه نوم لیکونکی، باید مسلمان، افغان او څلوېښت کلن وي، سل زره سټېکرلرونکي تذکرې ولري او کمېسیون ته یو میلیون افغانۍ نغدې وسپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن