ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د سولې پروسه کې د رغنده پرمختګ په اړه هيله وښوده

خليلزاد د سولې پروسه کې د رغنده پرمختګ په اړه هيله وښوده

author avatar
19 Jan 2019 - 11:18
خليلزاد د سولې پروسه کې د رغنده پرمختګ په اړه هيله وښوده
author avatar
19 Jan 2019 - 11:18

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له پاکستانيو چارواکو سره تر ليدنو کتنو وروسته هيله څرګنده کړې چې د سولې پروسه کې به رغنده پرمختګ وشي.

خليلزاد چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې دى، تر اوسه يې د پوځ مشر جنرال باجوه، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن تهمينه جنجوعه سره ليدلي دي.

هغه پرون ناوخته د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره هم ليدلي او دافغان سولې په اړه يې  په تفصيل ور سره خبرې کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد عمران خان ته د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړل.

سرچينې زياته کړې، عمران خان خليلزاد ته دافغان سولې پروسه کې له خپل اړخه دهر ډول همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړى دى.

بلخوا زلمي خليلزاد تر يادو ليدنو کتنو وروسته په ټويټر کې ليکلي، چې له پاکستانيو مشرانو سره يې ليدنې ګټورې وې او پاکستان په دې برخه کې مهم رول لوبولى شي.

هغه هيله څرګنده کړې چې په راتلونکې کې به د افغان سولې پروسه کې رغنده پرمختګ وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.