مزار شريف ( پژواک، ۲۹مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت د ترانسپورټ رياست مسوولين وايي چې د ۱۳۹۷ مالي کال کې يې عوايد ۹۱ ميليونه افغانيو ته رسېدلي چې دا د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.
نوموړی وايي چې د دې تر څنګ دوى هڅه کړې؛ څو په ترانسپورټ رياست او نورو بندرونو کې بشپړ اصلاحات راولي چې دا کار د عوايدو د لوړ والي سبب شو.
مزار شريف کې د ترانسپورټ رياست مشر مصطفی سروش د مرغومي په ۲۹مه،په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال د دوى په عوايدو کې شل ميليونه افغانۍ لوړوالی راغلی دی.
نوموړی زياتوي چې د عوايدو د ډېروالي لامل په ترانسپورټ رياست او نورو بندرونو کې د بشپړو اصلاحاتو راوستل و چې دوی رامنځته کړي وو.
هغه وويل: (( موږ ډېره هڅه کړې چې په ترانسپورټ رياست کې د نويو اصلاحاتو راوستو تر څنګ له نورو اړونده ادارو سره ښه همغږي رامنځته کړو چې همدا اصلاحات زموږ د لاسته راوړنو سبب شو.))
سروش زياته کړه چې اوس هم د دوی پر وړاندې په شمال زون کې جدي امنيتي ستونزې موجودې دي چې په وينا يې پر عوايدو يې هم منفي اغېزه کړې ده.
دی وايي، د شولګر او دره صوف ولسواليو تر منځ ځيني وخت وسله وال مخالفين زموږ ترانسپورټي وسايلو ته ستونزې جوړوي او نه پرېږدي چې په ازادانه ډول ترانسپورټي موټر تګ راتګ وکړي.
د ترانسپورټ رياست مشر همدا راز وايي چې که امنيتي ستونزې نه واى د دوى عوايد سږ کال ۱۰۰ ميليونو ته رسېدل.
نوموړی زياتوي، د نا امنيو له امله د لويو لارو امنيت خراب شوی او په سوداګريزو چارو يې منفي اغېزه کړې، چې دغه چاره هم د عوايدو د ډېروالي مخه نيسي.
هغه زياته کړه، د عايداتي سرچينو د سيستم له الکترونيکي کولو سره به د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي؛ خو په وينا يې چې دغه رياست دمګړۍ د دې کار وس نه لري.
ده دا هم وويل چې راتلونکي کال کې د خپلو عوايد د لوړوالي لپاره ځيني پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې په عملي کولو سره به يې لاسته راوړنې نورې هم زياتې کړي او د يو لړ عايداتي سرچينو د را منځته کولو خبره هم کوي.
د بلخ د ترانسپورټ رييس همدا راز وايي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې به د ترانسپورټي چارو د لا سمون په موخه څلور نوي ترمينلونه هم جوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن