کلات (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧): د زابل ولایت اوسېدونکي د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او حکومت څخه د رايه ورکولو د مرکزونو د زیاتوالي غوښتنه کوي، تر څو د دغه ولایت ټولو رايه ورکوونکو ته د خپل حق استعمالولو چانس ورکړل شي.
د ځايي اوسېدونکو په خبره، هغه مرکزونه چې په تېرو ټاکنو کې پرانیستي وو کم او لاس رسى ورته ځکه سخت و چې په ډېرو ولسوالیو کې يواځې یو یا دوه مرکزونه وو.
که څه هم د ټاکنو کمېسیون د وړاندې شويو احصاييو پر اساس په زابل کې شاوخوا ۷۵ زره کسانو د رايې ورکوونکو په توګه نوم لیکنه کړې وه، خو د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې يواځې ۱۴ زره کسانو رايه کارولې وه چې لامل يې دمرکزونو کموالى و.
د زابل د مدني ټولنې رييس فیض محمد احمدزی وايي، اوس د دې ولایت اوسېدونکي د رایې ورکولو په ارزښت پوهېدلي او غواړي چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
خو هغه وايي چې خلکو ته په پراخه کچه د ګډون شرايط او زمينه نه ده برابره شوې.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، ګڼو ستونزو سره سره خلک د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړل، ځانونه يې ثبت کړل او غوښتل یې رایه ورکړي، خو د ټاکنو په ورځ ډېر زیات مرکزونه تړلي و چې دا د دې ولایت له اوسېدونکو سره جفا ده.
د هغه په وينا،که د ټاکنو کمېسیون او دولت دې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي ښايي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ډېری رایه ورکوونکي له خپل حق څخه بې برخې شي.
د دې ولایت یو بل اوسېدونکي عبدالبصیرهم وايي چې د رایې ورکولو د مرکزونو کموالی د رایه ورکوونکو پر وړاندي عمده ستونزه ده
نوموړی پژواک اژانس ته وویل، یو خو له لويه سره په دغه ولایت کې د ټاکنو لپاره منظور شوي مرکزونه لږ دي او له بلې خوا تر نیمايي زیات یې د ټاکنو په ورځ تړلي و.
هغه وايي، د دای چوپان او خاک افغان ولسوالۍ بالکل له ټاکنو څخه محرومې دي، هلته تر سل زره زیات کسان اوسېږي او هېڅ کس د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې برخه نه درلوده.
د زابل اوسېدونکي په داسې حال کې د ټاکنو له کمېسیون څخه د رایې ورکولو د مرکزونو د زیاتوالی غوښتنه کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کانديدانو نوم ليکنه پيل شوې ده.
د ټاکنو د کمېسیون ځايي مسوولین که څه هم د خلکو دا غوښتنه پر ځای بولي، خو زیاتوي چې د رایې ورکولو د مرکزونو زیاتوالی او منظوري د مرکزي کمېسیون مسوولیت دی او ځايي اوسېدونکي کولی شي چې خپلې غوښتنې په رسمي ډول له دوى سره شريکې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن