کندهار (پژواک، ۲۹مرغومی۹۷): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي امنیت (۰۳) ځانګړې قطعې عملیات کړي چې د چارواکو په وینا، ۲۴ وسله وال په کې وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.
دغه عملیات تېره شپه د يادې ولسوالۍ په سور بغل او کانټینر بازار سیمو کې شوي چې د ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۵ کیلومتره واټن لري.
خو ځينې سرچینې په دغو عملیاتو کې د څلور ملکي وګړو د وژل کېدو خبره هم کوي او وايي، د سیمې اوسېدونکو د وژل شوو ملکي وګړو جسدونه د اعتراض په توګه د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته راوړي وو.
د کندهار د ملي امنیت یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د (۰۳) قطعې ځانګړو ځواکونو د میوند په سوربغل سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې ۲۴ وسله وال وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.
دغه سرچینه زیاتوي، دعملیاتو پر مهال د وسله والو یو شمېر اتاقونه او سنګرونه ویجاړ شوي، ۱۲ موټرسایکلونه، وسلې او چاودېدونکي توکي یې له منځه وړل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي هم پژواک اژانس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ۲۴ وسله وال وژل شوي چې د هغوی یو شمېر سرګروپان او مهم کسان هم په کې شامل وو.
د ملکي مرګ ژوبلې په اړه دی وايي چې په دې اړه دوی ته هم معلومات رسېدلي چې په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د حقیقت موندلو په موخه یو پلاوی ګومارل شوی او کار یې پيل کړی دی.
د ده په خبره، وسله والو مخالفینو د دغو عملیاتو پر مهال د خلکو له کورونو څخه له امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې ده، خو دا معلومه نه ده چې ملکي خلک د امنیتي ځواکونو پر ډزو لګېدلي او که د وسله والو طالبانو.
نوموړي په دې اړه معلومات ور نه کړل چې په دغو عملیاتو کې څو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د میوند ولسوال حاجي عبیدالله پرته له دې چې نور معلومات ورکړي، پژواک خبري اژانس ته وویل، همدا اوس د همدې سیمې له مشرانو سره پر همدې موضوع په خبرو بوخت دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن