ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي

ننګرهار کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي

author avatar
19 Jan 2019 - 15:18
ننګرهار کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي
author avatar
19 Jan 2019 - 15:18

جلال اباد (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : ننګرهار ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو ځواکونو ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت ښيوې ولسوالۍ کې د ملي ارو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ خپلمنځي نښته  شوې ده.

د راپورونو له مخې په دغه نښته کې يو دوکاندار او دوه پوليس وژل شوي او بل ټپي دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته نن سهار شاوخوا لس بجې د دغې ولسوالۍ په عمومي بازار کې رامنځته شوې ده.

دی وايي، په دغه نښته کې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې، خو په تړاو يې نور معلومات ورنه کړل.

بلخوا يوې باوري دولتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په دغه وسله واله نښته کې دوه سيمه ييز پوليس او يو دوکاندار وژل شوي دي.

سرچينه وايي، دغه نښته کې يو پوليس ټپي شوی هم دی.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد خان پژواک ته وويل چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او جزييات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، د نښتې پرمهال له يوه ساعته د زيات وخت لپاره د جلال اباد- کونړ لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.