ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي چارواکي: بغلان کې  ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي

امنيتي چارواکي: بغلان کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
20 Jan 2019 - 16:29
امنيتي چارواکي: بغلان کې  ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
20 Jan 2019 - 16:29

پلخمري(پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): امنيتي چارواکي ادعا کوي چې بغلان کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته په نهرين ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: ((له تېرو درېيو ورځو راهیسې وسله والو د نهرین ولسوالۍ بازار ته څېرمه اره کش کلي کې یو لړ تحرکات لرل او غوښتل یې چې د ولسوالۍ پر بازار برید وکړي، حکومت یې پر وړاندې چپ و خلک مجبور شول چې پر وړاندې یې جګړه پیل کړي.))

د هغه په وينا، شاوخوا دوه سوه کسانو د طالبانو پر وړاندې جګړه پيل کړه او له دې سيمې څخه يې په شا کړل.

دغه راز د ملي امنيت مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د پلخمري اړوند په چشمه شېر سيمه کې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور يې ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د عملياتو پرمهال د طالبانو يو شمېر وسلې او تجهيزات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.