جلال اباد (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي سره پر امنيتي موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې جنرال ووټل پرون جلال اباد ته تللی و او په هوايي ډګر کې يې له والي حيات الله حيات او د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو سره وليدل.
هغه زياته کړه، والي حيات الله حيات د دغه ولايت د امنيتي، اقتصادي، سياسي، ټولنيز او کلتوري وضعيت او په يادو برخو کې په وروستيو کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات شريک کړل.
والي ويلي چې په دغه ولايت کې يې د قانون حاکميت په موخه د امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سربېره د امنيت ټينګښت، غصب او هر ډول فساد په مخنيوي کې اقدمات پيل کړي دي.
د امريکا متحدو ايالتونو دغه قوماندان جنرال د ننګرهار وروستي امنيتي وضعيت پر ښه والي خوښي وښوده او د غصب، فساد او نورو برخو کې يې د وروستيو ترسره شوو اقداماتو ستاينه وکړه.
د ننګرهار والي او د امريکا متحده ايالتونو دغه لوړپوړ پوځي جنرال د دې ناستې پر مهال راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د چمتووالي، سولې په برخه کې د پرمختګونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحثونه او خبرې اترې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن