دويم تعقيب- پل علم (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): د لوګر د والي پر موټريز کاروان د موټربم بريد شوی چې په ترڅ کې يې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په سفيد سنګ سيمه کې د لوګر د والي محمد انور اسحاقزي پر موټريز کاروان د موټربم بريد وشو.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې په دغو کسانو کې د ملي امنيت رياست سرتېري او د والي ساتونکي شامل دي.
خو د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې ٢٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي: ((والي او د لوګر د امنيت رييس له کابل نه لوګر ته روان وو، د ملي امنيت سرتېري او د والي ساتونکي د سفيد سنګ په سيمه کې دوى ته منظر وو، کله چې والي او د امنيت رييس دغه ځاى ته رسېږي او خپلو موټرو ته پورته کېږي، په همدې وخت کې موټربم بريد پرې کېږي.))
د وکيل د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د رينجرو په ګډون شپږ موټر له منځه تللي دي.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې ده، شاوخوا لس مياشتې وړاندې د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان سيمه کې وسله والو طالبانو د لوګر د والي د مرستيال پر موټريز کاروان بريد وکړ چې په ترڅ کې د مرستيال والي قمر الدين شکيب او د والي د وياند سليم صالح په ګډون پنځه تنه په کې و وژل شول او دوه نور ټپيان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن