کابل (پژواک ۳۰ مرغومی ۹۷): د ولسمشرۍ ټاکنو دوه نوماندان او د څلور د ولسمشرۍ د مرستیالۍ نوماندان هغه کسان دي چې ولسي جرګې ته هم نوماندان و، خو د دې جرګې ته د بریالیتوب لازمې رایې یې ترلاسه نه کړې.
د ولسي جرګې ټاکنې شاوخوا درې میاشتې مخکې ترسره شوې.
له کابله د ولسي جرګې د نوماندانو له ډلې مسعودې جلال د ۲۷۱ رایو په ترلاسه کولو، بشیر بیژن د ۲۲۲ رایو په ترلاسه کولو، ذوالفقار امېد د ١٩٥٨ رایو په ترلاسه کولو او عبداللطیف پدرام له بدخشان ولایته د ۳۸۴۶ رایو په ترلاسه کولو، له کندهاره محمد ابراهیم الکوزى د ۲۵۷۸ رایو په ترلاسه کولو او یحیى ویاړ له کابله د ۴۰۴ رایو په ترلاسه کولو ولسي جرګې ته بریالي نه شول.
ټاکل شوې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د چنګاښ په ۲۹ مه ترسره شي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو په ګډون ورته ۱٧ کسانو نوم لیکنه کړې.
عبدالطیف پدرام او محمد ابراهیم د ولسمشرۍ لپاره او مسعوده جلال، بشیر بیژن، سیدعلي اکبر کاظمي او یحیى ویاړ د ولسمشر د نوماندانو د مرستيالانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.
ډاکټر مسعوده جلال د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند رحمت الله نبیل د دویمې مرستیالې، سیدعلي اکبر کاظمي د ولسمشرۍ ټاکنو د بل نوماند شیدا محمد ابدالي دویم مرستیال، بشیر بیژن د انورالحق علومي د لومړي مرستیال په توګه او یحیى ویاړ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماند نورالرحمن لېوال د مرستیال په توګه نوم لیکنه کړې ده.
په همدې مهال، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند نورالحق علومي لومړي مرستیال بشیر بیژن په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسیون چارې یې نیمګړې وبللې، پژواک ته وویل، د ولسي جرګې د ټاکنو تر لومړني یا وروستي لېسته د رسېدو معیار یواځې او یواځې پیسې وې او هغه چا چې زیاتې رایې ترلاسه کړې دي، واقعا یې د پیسو په وسیله تر لاسه کړې دي.
ده زیاته کړه، هېڅکله ځان ناکام نه بولي او د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره دوامداره مبارزه کوي.
نوموړي وویل، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحات راوستل اساسي چاره ګڼل کېږي او له همدې امله یې د ټاکنو کمېسیون ته د وړاندیزونو بسته ورکړې ده.
بلخوا د سیاسي او حقوقي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند پژواک ته وویل، ځینې هغه کسان چې ولسي جرګې ته بریالي نه شول او اوس یې د ولسمشرۍ ټاکنو په ټکټونو کې ګډون کړی، دوې موخې لري.
د هغه په خبره، په لومړي قدم کې دغه کسان غواړي د معاملې په ترسره کولو په راتلونکي حکومت کې لوړې څوکۍ لکه وزارت، ولایت او سفارت لاسته راوړي او دویمه موخه یې د پیسو ترلاسه کول دي او سره له دې چې زیاتې رایې نه لري، غواړي د سیمې د استخباراتو او حکومت په لارښوونه له تاوتریخوالي ډکه فضا رامنځته کړي.
په ټوله کې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون ۱٧ کسانو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن