کندهار (پژواک،۳۰ مرغومی ۹۷): د کندهار سرپرست ښاروال وايي، کندهار ښاروالۍ په نوي مالي کال کې ۶۲۲ میلیونه افغانۍ بودیجه ټاکلې چې ډېره برخه به یې په پرمختیايي کارونو ولګول شي.
د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي په یوه خبري غونډه کې چې په ولایت مقام کې جوړه شوې وه، وویل، ښاروالۍ په نوي مالي کال کې د خلکو له اړتیا او غوښتنې سره سم په کندهار ښار کې ۲۵ پروژې پلان کړي چې د ټاکل شوې ۶۲۲ میلیونه افغانیو بودیجې ډېره برخه به پرې ولګول شي.
هغه زیاته کړه، په دغو پروژو کې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو، پارکونو، عامه تشنابونو او ګڼ نور پرمختیايي کارونه شامل دي.
نوموړي په نوي کال کې د نړیوال بانک په ۱۲۱ میلیونه افغانۍ د کندهار ښار د ۵مې او ۷مې ناحیو او دغه راز د میر بازار او بای پاس سړکونو د جوړولو خبر هم ورکړ چې شاوخوا یوه یا دوه میاشتې وروسته به یې چارې پیل شي.
د ده په خبره، هغه پروژې چې کندهار ښاروالي یې په یواځې ځان لګښت نه شي ورکولای، نړیوال بانک مرسته ورسره کوي.
دی وايي، د کندهار ښار اوسېدونکي له ډېره وخته د بای پاس سړک د جوړولو غوښتنه کوي چې د خرابوالي له امله یې هم د سیمې اوسېدونکي او هم د بار وړونکو موټرو چلوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
ښاروال د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د احمد شاه بابا د کور د استملاک د چارو د بشپړولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په دغه ساحه کې ټولټال ۱۸ کورونه د ۲۳۹ میلیونه افغانۍ په لګښت استملاک شوي، څو دغه ساحه په یوه موزیم بدله شي.
دی وايي، د دې کار لپاره د ولسمشر له خوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او کارونه یې په ښه توګه روان دي.
د جامعه عمر په اړه نوموړي وویل چې له شاوخوا ۹۰ سلنه کار وروسته یې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې ۱۰ سلنه کارونه پاتې وو چې د ولسمشر له خوا په ځانګړې بودیجه بېرته پيل شوي او د دغه کار لپاره ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د کندهار ښار د علامه حبیبي واټ د جوړولو په اړه ښاروال وویل چې دواړو څنډو ته یې د ويالو او پولګوټو جوړولو چارې بشپړې شوي او یواځې د سړک د قیر کولو چارې پاتې دي چې په نوي مالي کال کې به تر سره شي.
دی وايي، په کندهار ښار کې د ماسټر پلان د پلي کېدو په لړ کې علامه حبیبي واټ چې ۲ کیلومتره اوږدوالی لري، مخکې یې ۱۸ متره عرض درلود چې د ښاروالۍ له خوا د ملکیتونو تر استملاک وروسته اوس د ۴۰ متره په اندازه پراخ او بنسټيزه توګه جوړېږي.
دغه سړک د کندهار ښار یو له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی چې پر پراخولو او جوړولو یې ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن