د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«د ستر ملي ايتلاف زیاتره غړو د شخصي ګټو لپاره خپلې ژمنې هېرې کړې»

«د ستر ملي ايتلاف زیاتره غړو د شخصي ګټو لپاره خپلې ژمنې هېرې کړې»

Jan 20, 2019 - 18:03

کابل (پژواک،۳۰ مرغومی ۹۷):  د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د ولسمشرۍ ټاکنو د ټاکنیز ټکټ د ټاکلو په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، د افغانستان ځینو سیاستمدارانو ستر ملي ايتلاف جوړ کړ، خو د شخصي ګټو لپاره یې خپلې ژمنې هېرې کړې.

دغه راز دوی وویل، له هغه ټاکنیز ټکټ به ملاتړ اعلانوي چې موخه یې د ملي ګټو ساتل وي، نه د شخصي ګټو. ځینو یې وویل، که له بل ټاکنیز ټکټ سره هوکړې ته ونه رسېږي نو ممکن له اشرف غني څخه ملاتړ وکړي.

د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو له سلو ډېرو اوسېدونکو نن په کابل کې غونډه جوړه کړې وه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د یادې مشورتي غونډې جوړونکي حاجي حضرت علي وویل، تر اوسه د ختیځ زون مشرانو له هېڅ ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ نه دی کړی او څو چې د خلکو مشوره ترلاسه نه کړي له هېڅ ټکټ نه به ملاتړ ونه کړي.

د ده په خبره، ځینو سیاسي مشرانو «د افغانستان ستر ملي ايتلاف» جوړ کړ، څو افغانستان له بحرانه وباسي، خو د ولسمشریزو ټاکنو په رارسېدو د واک او څوکۍ په خاطر دغه ايتلاف تیت پرک شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ستر ملي ايتلاف د روان کال د زمري په میاشت کې خپل موجودیت اعلان کړ او د ايتلاف غړو وویل، د دغه ايتلاف د جوړېدو موخه په هېواد کې له روانو ستونزو سره مبارزه او په ولسمشریزو ټاکنو کې د یو ټاکنیز ټکټ اعلانول دي.

د ولسمشر لومړۍ مرستیال او د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشیدو دوستم، د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، د بلخ پخوانی والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرايیوي رییس عطامحمد نور، په ښه حکومتدارۍ کې د ولسمشر پخوانی استازی احمد ضیا مسعود، د اجرايیه ریاست مرستیال او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د ملي امنیت پخوانی رییس او د محور سیاسي جریان مشر رحمت الله نبیل، د افغانستان د ملي نوین جبهې مشر انورالحق احدي، د اوبو او انرژۍ پخوانى وزیر امیر اسماعیل خان، د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال محمدیونس قانوني، د ولسي جرګې لومړی نایب همایون همایون، د ننګرهار د خلکو استازی حاجي ظاهر قدیر او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی لالی حمیدزی او ځينو نورو سیاسي څېرو د یاد ستر ملي ايتلاف غړیتوب درلود.

خو اوس رباني او دوستم د ډاکتر عبدالله عبدالله له ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ وکړ، محقق، قانوني او اسماعیل خان له محمد حنیف اتمر څخه ملاتړ وکړ او نبیل خپله ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شو.

حاجي حضرت علي چې د ستر ملي ايتلاف غړیتوب یې درلود پرته له دې چې د کوم کس نوم واخلي وویل: ((دوی افغانستان د قدرت او څوکۍ لپاره تباه کړ، خدای دې دوی تباه کړي، ښه وه چې د ملي ګټو لپاره ټول مشران راغونډ شوی وای او یو واحد ټېم یې رامنځته کړی وای، یو پر یوه لاره روان دی او نور په بله لاره روان دي، زموږ مشران باید له ځان تېرېدنه ولري او د خپلو شخصي ګټو لپاره هڅې ونه کړي.))

هغه زیاته کړه، د ستر ملي ايتلاف زیاتره غړو معاملې ته غاړه کېښوده او له خلکو سره کړې ژمنې یې له هېرې کړې.

د نوموړي په خبره، د ختېځ زون اوسېدونکو تل په ملي پروسو کې پراخ ګډون کړی خو هېڅ وخت یې حقونه نه دي ورکړل شوي.

د لغمان د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګروال هم په نننۍ غونډه کې د هېواد پر سیاسي مشرانو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((له داسې ټکټ څخه ملاتړ کوو چې د وطن په خیر وي او د بریالیتوب پر مهال د ختیځ زون د خلکو عزت او پت وساتي.))

د لغمان یو تن قومي مخور سید غفور غفوري دې غونډې ته وویل، د مشرانو یووالی به د هېواد د ښه کېدو او پرمختګ لامل شي او مشران باید د ملي ګټو په لټه کې وي نه د خپلو شخصي ګټو.

 هغه زیاته کړه، د ختيځ زون خلک دا ځل له هغه نوماند څخه ملاتړ کوي چې د ختيځو ولایتونو د اوسېدونکو حقونو ته ژمن وي.

وروسته په نننۍ ناسته کې له څلورو ختیځو ولایتونو څخه ۲۰ کسیزه کمېټه و ټاکل شوه  څو په مشوره یو ټاکنیز ټېم مشخص کړي چې د یادو څلورو ولایتونو مشران ترې ملاتړ وکړي.

 د ننګرهار د خلکو استازي پيربخش ګردیوال په دې جرګه کې وویل: ((د ختیځ زون مشران دې پایلې ته رسېدلي چې که ژمن ټېم یې پیدا نه کړ له اوسني ولسمشره به ملاتړ وکړي.))

حاجي حضرت علي هم ورته نظر درلود او ویې ویل، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته په احترام هېڅ نوماند د خلکو په غوښتنه برابر نه دی، خو د ختیځ زون خلک به له هغو نوماندانو ملاتړ وکړي چې له افغاني او اسلامي اصولو سره برابر وي او وکولای شي چې په هېواد کې د وژنو مخنیوی وکړي.

هغه په ډاګه کړه، که د ختیځ زون خلک له نورو نوماندانو سره هوکړې ته ونه رسېږي د ولسمشر غني له ټاکنیز ټکټ څخه به ملاتړ اعلان کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement