ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: د سولې په اړه د خلکو مشروع اندېښنو ته د قانون په رڼا کې ځواب وايو

خليلزاد: د سولې په اړه د خلکو مشروع اندېښنو ته د قانون په رڼا کې ځواب وايو

author avatar
20 Jan 2019 - 11:21
خليلزاد: د سولې په اړه د خلکو مشروع اندېښنو ته د قانون په رڼا کې ځواب وايو
author avatar
20 Jan 2019 - 11:21

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، سولې ته د رسېدو لپاره چمتو دی چې د ټولو افغانانو مشروع اندېښنو ته د قانون په رڼا کې ځواب ووايي.

خليلزاد چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې پر خبرو بوخت دى، دغه څرګندونې تېره شپه په ټويټر کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې دغه اندېښنې غواړي له يوې داسې لارې ځواب کړي چې د افغانستان خپلواکي او حاکميت تضمین او د سیمې هېوادونو د مشروع ګټو ځواب ويونکې وي.

د نوموړي په وينا، جګړه بايد سمدستي پای ته ورسېږي، خو د سولې لټون لا هم په دې معنا دی چې له اړتيا سره سم بايد جګړه وکړي.

زلمى خليلزاد وايي، ګڼ کسان اندېښنه لري چې امريکا هم سوله او هم جنګ غواړي، خو د نوموړي په وينا، امريکا سوله غواړي.

نوموړي له تېرو څلورو ورځو راهيسې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو له وزير قريشي او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان ته تر سفر مخکې هند، چين او افغانستان ته هم سفرونه وکړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.