د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سالنګ لویه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

Jan 20, 2019 - 11:30

چاریکار (پژواک،  ٣٠ مرغومى ٩٧):  د سالنګ لاره له تېرې شپې راهيسې د ډېرې واورې اورېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې، د باميانو او ميدان وردګو ولايت مسوولين هم په دغو ولايتونو کې  د څو کوتلونو بندېدو خبر ورکوي.

د سالنګ لار د يوه تونل په وسيله شمالي ولايتونه له مرکز کابل سره نښلوي.

د سالنګ د څارنې او ساتنې امر انجنیر عبدالبصیر حبیبي پژواک ته وويل چې له درېیو ورځو راهيسې په سالنګ کې واوره ورېږي چې ضخامت يې ١٢٠ ساتني مترو ته رسېدلى دى.

ده وويل چې دغه لار د واورې ښويېدنې له وېرې د شپې له  اته نيمو بجو راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې او موټر د پروان د جبل سراج ولسوالۍ د تاجکانو په سيمه کې او د بغلان  په ملخانو سيمه کې ولاړ دي. 

له دې لارې تېرېدل له خطره خالي نه دي.

د ١٣٨٨ کال  په سلواغې  مياشت کې د سويلي سالنګ په برخه کې د واورې ښويېدنې (برفکوچ) له امله  ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شوي وو.

بلخوا د باميانو مسوولين وايي چې د پنجاب – يکاولنګ پر  لار د شاتور کوتل  او د کابل باميانو پر لار د  حاجيگگ او د باميانو او دايکنډي پر لار د قوناق کوتل  هم د واورې او برفکوچ له امله بند شوي دي.

دغه راز د سرچينو په وينا، د ميدان وردګو د دايميرداد، د بهسود د لومړۍ برخې، دويمې برخې  او  جلريز   ولسواليو تر منځ هم لارې بندې شوې دي.

د يکاولنګ ولسوال عبدالاحد مبارز پژواک ته وويل چې د واورې او توفان له امله د شاتو کوتل بند شوى دى.

د شيبر ولسوال محمد عظیم فرید پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د واورې ورېدو او توفان له امله د حاجيگگ کوتل هم تړل شوی  دى.

خو نوموړي وويل چې تر اوسه د شيبر کوتل د پروان له لارې خلاص دى او  موټر پرې تګ راتګ کولى شي. 

د ميدان وردګو د مرکز بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جان اقا پژواک ته وويل چې د واورې او توفان له امله د دې  ولسوالۍ ټولې لارې بندې دي.

د بهسودو لومړۍ برخې ولسوال عبدالغني پژواک ته وويل چې له ګاونډيو ولسواليو سره يې ټولې لارې بندې دي.

ده وويل چې د بهسودو په لومړۍ برخې، دويمې برخې او دايميرداد ولسواليو کې  ٣٠سانتي متره واوره ورېدلې ده .

د باميانو مسوولين بيا وايي چې په دغه ولايت کې له  ٢٠ تر  ٣٠ سانتي متره پورې واوره ورېدلې ده.

  
 

 
 
   

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement