ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نهو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د نهو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

author avatar
20 Jan 2019 - 16:00
د نهو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې
author avatar
20 Jan 2019 - 16:00

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومی ۹۷): ټاکنو کمېسیون د ۹ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد یوه خبري کنفرانس ته وویل، په یادو ولایتونو کې اروزګان، لغمان، بامیان، پروان، جوزجان، دایکنډي، زابل، سمنګان او نیمروز شامل دي.

هغه په دې اړه چې د نورو ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې به څه وخت اعلانېږي وویل، هر کله چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پاتې ولایتونو لېست وروستی او له دغه کمېسیون سره شریک کړي له ځنډ پرته د وروستیو پایلو نوملړ اعلانوي.

د ټاکنو کمېسیون رییس د خپلو خبرو په یوه برخه کې د وروستي لېست نوماندانو ته د بریالیتوب او جوپړ کولو هیله کړې او له هغو کسانو چې نه دي توانېدلي وروستي لېست ته لار پیدا کړي غوښتي چې د قانون خلاف عمل و نه کړي بلکې خپلې غوښتنې له قانوني لارو تعقیب کړي.  

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې،

ــ په اروزګان کې بسم الله جان محمد ١٤٢٠ رایې، قدرت الله رحیمي ١٣٩٤ رايې، بي بي گلالۍ محمدي ٥٥٣ رایې؛

ــ په لغمان ولایت کې جنرال عبدالمنیر تره خېل ٤٠٤٨ رایې، محمد رفېع مموزی ٣٠٢١رايې، انجنیر محمد عالم قرار ٢٨٨٤ رایې او الحاج زوفنون صافي ۱۷۸۷ رایې؛

ــ په لغمان ولایت کې محمد رحیم علی یار ١٠٥٢٩رایې، الحاج ظهیر الدین جان آغا ٩٩٤٥ رايې، سید محمد جمال فکوري بهشتي ٩٠٢١رایې او نېکبخت رحیمي ٦١٦٧ رایې؛

ــ په پروان کې عبدالعزیز همایون هریرود ١٤٦٩٠ رایې، الحاج میر رحمن رحماني ١٠٦٩٣ رایې، صدیق احمد عثماني ٩٩٦١ رایې، الحاج عبدالظاهر سالنګي ٩٣٢٩ رایې، ذکیه سنگین ٥٤١٥ رایې، او ماسټر سامعه عزیزي سادات ٢٩٠٠ رایې؛

ــ په جوزجان ولایت کې حاجي باتور دوستم ٢٠٠٤٥ رایې، بکتاش ایشجي ٦٨١٨ رایې، محمد کریم جوزجاني ٤١٥٩ رایې، عزیزالله الفتي ٣٥١٥ رایې، حلیمه صدف کریمي ١١٥٤ رایې؛

ــ په دایکنډي ولایت کې سید محمد داوود ناصري ١٣٠٥٥ رایې، ریحانې ازاد ١٢٥٩٠ رایې، علي اکبر جمشیدي ١٠٤٩٠ رایې او شېرین محسني ١٠٤٨٠ رایې؛

ــ په زابل ولایت کې عبدالقادر قلاتوال ١٨٢٦ رایې، حمیدالله توخي ١٤٥٨ رایې او زهرا توخي ٤٨٢ رایې؛

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.