د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسمشریزو ټاکنو د روان بهیر او د نظام د بدلون د ګونګسو په اړه د افغان سمون ټولنې اعلامیه

د ولسمشریزو ټاکنو د روان بهیر او د نظام د بدلون د ګونګسو په اړه د افغان سمون ټولنې اعلامیه

Jan 20, 2019 - 17:16

د مرغومي۳۰ مه، ١٣٩۷: څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ګڼ شمیر کسانو ځانونه نوماند کړي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده. هر نوماند له یو ځانګړي شعار سره رامخته شوی او ځینې نوماندان یا د ټکټونو غړي د نظام د بدلون خبره هم کوي او غواړي په دې ډول له ځانګړو ډلو او فکري ملګرو د رایې اخیستلو هڅه وکړي. 

د افغان سمون ټولنې غړي په دې عقیده دي چې د افغانستان اجتماعي جوړښت او جغرافیایې موقعیتته په پام سره دا هیواد باید پیاوړی مرکزي حاکمیت ولري او اوسمهال باید د نظام د بدلون هڅه ځکه و نه شي چې ولسواکي په افغانستان کې نوې تجربه ده.  که چیرې د مختلفو نظریاتو، افکارو او ډلو د فکر او اند پر اساس چې موخه یې یوازې او یوازې قدرت رسیدل وي، په نظام کې دومره ژر بدلون ته لاره هواریږي، نو د دې نوې ولسواکۍ پایښت به له جدي کړکیچ سره مخامخ شي او شونی ده چې خلک د نظام له ملاتړ څخه لاس واخلي.

 

د افغان سمون ټولنې په اند، پارلماني نظام په اوسنیو شرایطو کې لاندې ستونزېدرلودلای شي:

 

لومړی: افغانستان په ډیر لنډ مهال کې له شاهي مشروطه څخه تر جمهوري، دموکراتيکو، استبدادي، امارتي او رياستي نظامونه تجربې ترشا پریښي دي. له تاریخي پلوه د نظامونو دومره ژر بدلون د نړۍپه هیڅ هیواد کې نه دی تجربه شوی. که موږپه دغه ډول اقداماتو لاس پورې کوو، نه يوازې پر نظام بې باوري رامنځته کيږي، بلکه حکومتي ثبات هم له منځهځي. ځکه مختلفېډلې به په مختلفو وختونو کې راپاڅيږي او د نظام د بدلون غوښتنه به کوي، هره غوښتنه به له ځانه سره نوې  لانجې او ستونزې رامنځتهکوي. د افغانستان دریدلي ملت به چې اساسي غوښتنې یې د قانون واکمني، د خدماتو رسول او اقتصادي ښیرازتیا ده، په سیاسي کشالو کې بوخت شي او ټول افغانان به په دې فکر شي چې ولسواکي د دوی  د درد درملنه نه شي کولای او افغان سیاسي قشر د دموکراتيکو نظامونو د چلولو جوګه نه دی.

 

دویم، څرنګه چې پورته یادوونه وشوه، ځینې اشخاص او ډلې غواړي چې اوسنی ریاستي نظام په پارلماني نظام بدل کړي. موږ د سمون ټولنې غړي په دې باور یو چې په اوسنیو شرایطو کېپارلماني نظام په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شوی دا حکومتي چوکاټ چې پرته له شکه به ځینې ستونزې هم لري، نور هم بې ثباته کوي، ځکه په افغانستان کې اختلافات ډیری مهال سليقوي، توکميز، قومي او سمتي بڼه لري، کله چې لومړی وزیر (صدراعظم) د ډير اختيار لرونکی وي کيدای شي، ولسمشر ته ځان مسؤل و نه ګڼي، او برخلاف ولسمشر کیدای شي ځان ټولواک وګڼي، نو د دوی ترمنځ به  اختلافات ژر ژر راټوکيږي او له قانوني دورې د بشپړیدا مخکې بهحکومت د ړنګيدوله ګواښ سره مخامخ کیږي. موږ په خپل ګاونډ کې د دا ډول پیښو شاهدان یو.

 

دریم، ټولو ته څرګنده ده چې د ولسواکۍ یو مهم اصل د درې ګونو قواوو تفکیک او د دوی ځانګړي صلاحیتونه دي، په داسې حال کې چېپه پارلماني نظام کې د قواوو تفکيک ډېر کم وي، ځکه مقننه قوه او اجرائيه قوه ټوله له پارلمان څخه مشروعيت اخلي.  سره له دې چې دا نظریه مطلقه نه ده ځکه په ځینو هیوادونو کې پارلماني نظام اغیزمن ثابت شوی دی. په اصل کې په پارلماني نظام کې د ولسمشر واک ډير کم وي. خو که چیرې د افغانستان شرایطو ته وګورو که چيرې ولسمشر د يو قوم استازولي وکړي او داسې بې واکه وي، نو هغه قوم ته به  دا موضوع هيڅکلهد منلو وړ نه وي او برعکس يې هم ممکنه ده. له بله پلوه کله چې پارلمان او اجرائيه قوه سره نږدې وي بيا به د پارلمان د تصاميمو پر وړاندې قوي مخالفت شتون نلري او هرڅه چې دوی غواړي هماغه به کيږي، یعنې د چک او بيلانس اصل چې ولسواکي ورباندې ولاړه ده له منځهځي.

 

څلورم، زموږ په اند، د حکومت مشرتابه په پارلماني سيستم کې د خلکو په مستقيمو رايو نه راځي او یواځې له پارلمان څخه مشروعیت اخلي، په داسې سیستم کې چې افغانان ورسره لا بلد هم نه دي او ولسواکي هم له یوه نوې ښکارنده ده، له يو طرفه به خلک ځان په سيستم کې نه ويني او له بله پلوه پارلماني معاملو ته لاره هواريږي، حکومت به ژر ژر ړنګيږي او بيا به د پيسو او فساد پر وړاندې د پارلمان غړي ایتلافونه جوړوي، يو لوری به نيسي او بل لوری به نيسي. د خدمت پر ځای به حکومتي دورې په معاملو تېرېږي. حتي دا کړنې موږ په رياستي سيستم کې د وزيرانو پر وړاندې هم په تیرو څو کلونو کې تجربه کړې. 

 

پنځم، څرنګه چې پورته اشاره وشوه، صدارتي یا پارلماني نظام لپاره د سیاسي او ایډیالوژیکو ګوندنو چې پر مدني مبارزه عقیده ولري، شتون ډیر اړین دی. په اوسنیو شرایطو کې ټولو ته څرګنده ده چې په افغانستان کې داسې ګوندونه یا شتون نلري او کوم چې بیا شته، ډیری یې د سياسي او مدني ایډیالوژۍ پر بنسټ نه بلکېد ژبنیو، قومي، مذهبي او سمتي اړیکو پر بنسټ رامنځته شوي دي او یا یې هم د جګړییزو تنظیمونو څخه ظاهراً سیاسي جوړښتونو ته په نامکمله توګه بدلون موندلی دی. په داسې شرایطو کېبه پارلماني نظام د خپلو ټولو اصولو او اساساتو خلافنه يوازې د نظام د بې ثباتۍ لامل وګرځي، بلکې د ولس د ټوټهټوټه کېدو او تجزيه کېدو لامل به هم وګرځي.

 

شپږم، پارلماني نظام يو ډېر مغلق او پېچلی سيسټم دی، چې په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان ډېری وګړي چې لومړی ځل ولسواکي تجربه کوي او لا د ریاستي نظام پر څرنګوالي هم دومره خبر نه دي او ځینې خو یې آن د خپلې عقیدې، دود اودستور سره د لازم پوهاوي د نه شتون له امله مخالف ګڼي، دغه نه پوهاوی به سیاسي او قومي مشرانو ته زمينه برابره کړي چې د ولس له احساساتو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې او قومي، ژبنیو او توکمیزو مسایلو ته په لمن وهلو سره خپلې شخصي ګټېپر ملت وتپي. نو ځکه، دا به د تل لپاره نه يوازې د پخې ولسواکۍ او د اېډيالوژۍ پر اساس د ګوندونو د جوړولو مخه ډب کړي، بلکې کېدای شي د هېواد د تجزيه کېدو لامل هم وګرځي.

اوم، څرنګه چې پورته اشاره وشوه، په يوه ولسواکۍ کې تر ټولو پياوړی ارګان قضايي ارګان دی، حال دا چې په پارلمان نظام کېقضائیه قوه کمزورې او اجرائيه قوه تر ټولو غښتلې وي. په اوسنيو شرايطو کې د څرګندو لاملونو پر اساس (د ټوپکسالارۍ کلتور نه نيولې تر نورو امنيتي او اقتصادي ستونزو پورې) د افعانستان قضايي قوه تر بل هر ارګانڅخهکمزورې او تش په نامه پاتې ده. نو که په دغه حالت کې داسې «ګوندونه» چې نظامي سابقه لري او پر حکومت حاکم دي پر حکومت حقوقي کنټرول هم خپل کړي، نو دا به د پر ولسواکۍ او عدالت ډېر بد اغېز وکړي.

 

پورته حقایقو ته په پام سره، د افغان سمون ټولنهپه دې فکر ده چې افغانستان باید د نظامونو د تجربې لابراتوار نشي. اوسمهالباید ریاستي نظام پایښت ومومي او په هغو برخو کې چې ستونزې شتون لري باید د اصلاح هڅه یې وشي. باید ځینې صلاحیتونه لکه د خدماتو وړاندې کول، د بودیجې او لګښتونو صلاحیتونه ولایتونو او ولسوالیوته ولیږدول شي، ترڅوپر مرکزي حکومت فشار کم او خلک په مرکزي او سیمه ییزه کچهځان په حکومت کې وویني. دغه راز باید څرګنده کړو چې تر هغې پورې چې سياسي ګوندونه په لومړي سر کې مدني او خپله ولسواک شوي نه وي، قضايي او عدلي سيسټم غښتلی شوی نه وي او انتقالي عدالت پلی شوی نه وي، پارلماني سيسټم به پر ملي حاکميت او ولسواکۍډېره ناوړه اغېز ولري.

د سمون ټولنې ټول غړي، د ولسمشرۍ له ټولو نوماندانو او د هغوی له مرستیالانو څخه غوښتنه کوي، چې پورته حقایقو ته په پام سره له هغو څرګندونو او ژمنو څخه په کلکه ډډه وکړي چې د هیواد ولسواکي، قومي او توکمیز انډول، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت له پوښتنې سره مخامخ کوي او د افغانانو ترمنځ دښمنیو او تربګینو ته لمن وهي.

 

د نورو معلوماتو لپاره له زموږ سره په اړيکه کې شئ.

برېښناليک: afghansamoon8@gmail.com

د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۵۵۳۴۰۳۱ او ۰۷۷۱۱۵۰۱۲۰

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement