د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينه: صلاح الدين رباني له شلو ورځو راهيسې د بهرنيو چارو وزارت ته نه دى تللى

سرچينه: صلاح الدين رباني له شلو ورځو راهيسې د بهرنيو چارو وزارت ته نه دى تللى

Jan 20, 2019 - 16:54

کابل(پژواک،۳۰ مرغومی ۹۷): يوه سرچينه وايي، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني له ۲۰ ورځو راهيسې دغه وزارت ته نه دى ورغلى چې د جمعيت ګونداو ټاکنيزو چارو بوخت دى.

خو د بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې نه تاييدوي. 

د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه وزارت سرپرست وزير صلاح الدين رباني له تېرو ۲۰ ورځو راهيسې دغه وزارت ته نه دی ورغلى.

د ده په وينا، صلاح الدين رباني چې د جمعيت اسلامي مشري هم پر غاړه لري، په دغو ورځو کې يې د کابينې ناستو کې هم برخه نه لرله، ځکه چې د کابينې د ناستو په ورځ د جمعيت ګوند ناستې هم وې.

دا په داسې حال کې ده چې صلاح الدين رباني  نن په هغې ناسته کې برخه لرله چې ولسمشرۍ ته د ډاکټر عبدالله عبدالله د نوماند کېدو په مناسبت جوړه شوې وه.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند صفت الله احمدي دغه څرګندونې ردوي او وايي چې صلاح الدين رباني  په تېرو شلو ورځو کې د کابينې په ډېرو ناستو کې ګډون کړى دى.

دى وايي، په دغه موده کې يې ځکه د کابينو په ځنيو ناستو کې برخه نه لرله چې په يوه ناسته کې د ګدون لپاره سمرقند ته تللى و.

د ده په وينا، ممکن د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په سيمه ييزو ناستو او يا هم په وزارت کې مهمو ناستو کې ګډون کړي وي او د کابينې او يا هم د وزيرانو شورا په ناستو کې ګډون نه وي کړي، خو حتما هلته د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال استول شوی دی.

هغه زياتوي چې رباني د جمعيت په غونډو کې په غير رسمي وخت کې برخه اخلي. 

د راپورونو له مخې، د مرغومى ٢٣ مه د افغانستان، هند او د منځنۍ اسيا هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ازبکستان په سمرقند ښار کې سره وليدل او افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين هم په دې کنفرانس کې ګډون درلود.

خو، د بهرنيو چاوز وزارت وياند احمدي بيا د ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنيز ټيم کې د بهرنيو چارو وزير د ګډون په تړاو وويل چې هغه نن يواځې د کانټينينټال  هوټل په غونډه کې برخه لرله او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته نه وو تللی.

همداراز، د جمهوري رياست دفتر په ويبپاڼه کې راغلی چې د مرغومې په شپږمه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشر ۍ د کابينې غونډه جوړه شوې وه، خو په انځور کې د بهرنيو چاوز وزارت سرپرست نه ليدل کېږي.

په ورته وخت، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست په ويبپانه کې راغلي چې د مرغومې ۲۴ مه د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزيرانو شورا غونډه جوړه شوې وه، خو د دغې ناستې په انځور کې هم د بهرنيو چاوز وزارت سرپرست نه ليدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشريزو ټاکنو ته د ولسمشر محمد اشرف غني د نوم ليکنې پر مهال د سرحدونو وزير ګل اغا شېرزی، د اجراييه رياست لومړی مرستيال انجنير محمد خان، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، دمشرانو جرګې مشرفضل هادي مسلميار،د سولې د عالي شورا غړى قاضي محمد امين وقاد او د ولسمشر سلاکار ضياء الحق امرخېل هم ګډون درلود.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement