د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سلیم: زما په اړه د پژواک راپور تر خپرېدو وروسته ځینو کسانو مرستې راسره کړې دي

سلیم: زما په اړه د پژواک راپور تر خپرېدو وروسته ځینو کسانو مرستې راسره کړې دي

Jan 20, 2019 - 11:33

غزني ښار (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): په غزني کې د يو معلول سرتېري په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته حکومتي چارواکو، سوداګرو او عامو خلکو له دغه سرتېري سره نغدي مرستې وکړې.

د روانې مياشتې په پنځمه پژواک خبري اژانس په غزني کې د امنيتي ځواکونو د يوه سرتېري د ژوند په اړه بشپړ راپور خپور کړ.

دغه سرتېرى سليم نومېږي چې د ملي ځواکونو په ليکو کې يې ١٤ کاله دنده ترسره کړې او په دې موده کې يې ٣٧٧٥ ماينونه شنډ کړي دي، خو د وروستي ماين شنډولو پر مهال ماين پرې چاودنه کړې، د دواړو سترګو تر څنګ يې د بدن نور غړي هم له لاسه ورکړي دي.

بشپړ راپور دلته ولولئ.

د پژواک د دغه راپور له خپرېدو وروسته له سليم سره حکومتي چارواکو، سوداګرو او عامو خلکو په بېلابېل ډول مرستې کړې دي.

په دې اړه سليم د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په پژواک کې د راپور له خپرېدو وروسته، والي وحيدالله کليمزی مې کورته راغی، مرسته يې راسره وکړه، د کورنيو چارو وزارت چارواکو هم راسره اړيکه وکړه او ويې ويل چې مرسته درسره کوو، خو مرسته يې تر اوسه نه ده کړې.))

د نوموړي په وينا، کومو کسانو چې له ده سره مرستې کړې، د ده د ستونزو په اړه راپور يې په پژواک کې لوستی دی.

سليم زياتوي: ((يو کس له جرمني او يو بل کس له لندن نه را ته پيسې ولېږلې او ځينو نورو هم راسره کومک وکړ.))

په دې اړه يو کس چې په بهر کې مېشت دى او نه غواړي نوم يې خپور شي پژواک ته وويل: ((کله چې مې د سليم په اړه پژواک کې راپور وکوت، نو سخت پرې خپه شوم، پرېکړه مې وکړه چې هر وخت به له دغه سرتېري سره مرسته کوم، زه له پژواک نه مننه کوم چې د دغه شان کسانو غږ پورته کوي.))

دغه راز د غزني والي وحيدالله کليمزي هم له پژواک نه مننه وکړه چې د دغه شان مظلوم کس غږ يې پورته کړى دى.

ده وويل چې د سليم قربانۍ د هېرولو نه دي، د ولايت مقام به هر وخت له دغه سرتېري سره نورې مرستې هم کوي.

د يادونې ده، د سليم په شان سلګونه نور سرتېري هم شته دي چې د ملي ځواکونو په ليکو کې يې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي خو څوک يې پوښتنه نه کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement