ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد اشرف غني نن رسماً ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه

محمد اشرف غني نن رسماً ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه

author avatar
20 Jan 2019 - 19:43
محمد اشرف غني نن رسماً ولسمشرۍ ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه
author avatar
20 Jan 2019 - 19:43

کابل (پژواک ۳۰ مرغومی ۹۷): محمد اشرف غني نن له خپلو دوو مرستیالانو صالح او دانش سره د ولسمشرۍ ټاکنو د څوارلسم نوماند په توګه په ټاکنو کمېسیون کې نوم لیکنه وکړه.

ولسمشر غني په خپل ټاکنیز ټکټ کې امرالله صالح د لومړي او محمد سرور دانش د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.

غني د کابل له حبیبیې لېسې څخه فارغ او په بیروت کې یې له امریکایي پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې د لېسانس او ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي دي.

هغه په ۱۳۵۶ کال کې دویمه ماسټري په نړیوالو چارو کې د امریکا له کولمبیا پوهنتونه او د دوکتورا سند یې د خلکو پېژندنه برخه کې له همدې پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی.

نوموړي له ۱۳۶۲ کال څخه تر ۱۳۷۰ کال پورې د ډنمارک په اورهوس نړیوال پوهنتون او د امریکا په معتبرو پوهنتونونو لکه بریکلي او جانزهاپکنز کې د استادۍ دنده ترسره کړې، په ۱۳۷۰ کال کې د نړیوال بانک د ارشد مشاور، د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ارشد مشاور پاتې شوی، په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د مالیې د وزیر، د کابل پوهنتون رییس او په ۲۰۱۰ کال کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د واک د لېږ بهیر مسوول او په ۱۳۹۳ کال کې له دویمې دورې ټاکنو وروسته د افغانستان ولسمشر و ټاکل شو.

محمد اشرف غني نن ولسمشرۍ ټاکنو ته تر نوم لیکنې وروسته رسنیو ته وویل: ((د سولې وړاندیز لومړۍ ځل زما له حکومت څخه وشو او دغه ټيم سولې ته ژمن دی او موږ سوله راولو، زموږ ټيم ژمنه کوي پر امنیتي ځواکونو به هېڅ ډول معامله ونه کړي.))

هغه زیاته کړه: ((تر ټولو زیات قوم د هېواد بېوزله طبقه ده چې د هېواد په هره کوڅه، سیمه او ولایت کې شته، د لوږې پای ته رسول د ټيم شعار او هغه ته خدمت او رسېدل زموږ د ټيم ژمنه ده.))

نوموړي وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او پر ټاکنو د څار بنسټونه اصلاحاتو ته اړتیا لري او اصلاحات به په کې را شي.

غني د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د هېواد له خپلواکۍ او اساسي قانون څخه دفاع یې د ټاکنیز ټکټ اساسي موخې دي او د هېواد د خپلواکۍ تر ۱۰۰ مې کلیزې پورې باید ټولې دنیا ته وښودل شي چې افغانان یو واحد ملت دی.

امرالله صالح د اشرف غني له ټاکنیز ټکټ سره د ده د یو ځای کېدو لامل د دولت جوړول، د قدرت د مصلحتي او نامشروع وېش پر ځای د ملي کفایت رامنځته کول او عدلي او قضايي ارګانونو ته مشروعیت ورکول وبلل.

دغه راز له ملت سره د ځینو دولتي چارواکو د فرعوني چلند له منځه وړل، د دولتي ادارو قوي کول، د دولت او خلکو تر منځ د فاصلې له منځه وړل، له دولت سره د ملت د ښې اړیکې رامنځ ته کول، د یو واحد دولت جوړول، د هېواد پر هویت د برید پای ته رسول او د خلکو پر ټپونو ملهم اېښودل هغه موارد دي چې صالح له اشرف غني سره د معاملې په توګه یاد کړل.

بلخوا د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل: ((موږ د تېرو دورو له پرله پسې بحرانونو څخه د تېرېدو په حال کې یو او تر اوسه د دغه هېواد د تېر خړ او تریخ تاریخ تر فشار لاندې یو. تر اوسه بحران پای ته نه دی رسېدلی، د بېلا بېلو ستونزو او ګواښونو په یوه برخه کې پراته یو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.