کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٧): د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، د هېواد په ۱۱۴ ولسواليو کې يې څه باندې څلور زره غذايي بانکونه د خلکو لپاره د خلکو په مرسته جوړ کړي دي.
له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې پر پورته مطلب سربېره راغلي چې دا غذايي بانکونه چې د غله جاتو په نوم مشهور شوي، په دوو کلونو کې يې له ۱۴۰۰ ټنو زيات غله جات د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۲۷۰۵ کورنيو ته وېشلي دي.
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي ويلي، د کليو د پراختيا وزارت د خلکو اړتياوو ته په کتو او د خلکو په منځ کې د همکارۍ حس د پياوړي کولو او د لوږې د کمښت په موخه يې ۱۲۷۲۷ کمپاينونه د عامه خلکو په مرسته کړي، چې ښې پايلې لري او له امله يې ۴۱۴۲ غذايي بانکونه جوړ شوي دي.
ده زياته کړې، د غذايي بانکونو اهميت ته پام، خلکو په خپله خوښه ۹۳ جريبه کرنيزه ځمکه غذايي بانکونو ته وقف کړې، چې د دې ځمکې ټول حاصلات به غذايي بانکونو ته ورکول کېږي، د دې ترڅنګ د خلکو له خوا له دې بانکونو سره د يو ميليونه ډالرو مرسته شوې ده.
د هغه په وينا، د فقر کچې د کمښت او ممکنه مرستې په موخه د هېواد په ۹ ولايتونو کې له هر غذايي بانک سره ۱۰۰۰ ډالره مرسته شوې ده.
د کليو د پراختيا وزارت وايي، هڅه کوي د هېواد په ټولو ولسواليو کې ورته بانکونه جوړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن