د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار ښاروالۍ د پرمختیايي کارونو لپاره ۶۲۲ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده

کندهار ښاروالۍ د پرمختیايي کارونو لپاره ۶۲۲ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده

Jan 20, 2019 - 17:09

کندهار (پژواک،۳۰ مرغومی ۹۷): د کندهار سرپرست ښاروال وايي، کندهار ښاروالۍ په نوي مالي کال کې ۶۲۲ میلیونه افغانۍ بودیجه ټاکلې چې ډېره برخه به یې په پرمختیايي کارونو ولګول شي.

د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي په یوه خبري غونډه کې چې په ولایت مقام کې جوړه شوې وه، وویل، ښاروالۍ په نوي مالي کال کې د خلکو له اړتیا او غوښتنې سره سم په کندهار ښار کې ۲۵ پروژې پلان کړي چې د ټاکل شوې ۶۲۲ میلیونه افغانیو بودیجې ډېره برخه به پرې ولګول شي.

هغه زیاته کړه، په دغو پروژو کې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو، پارکونو، عامه تشنابونو او ګڼ نور پرمختیايي کارونه شامل دي.

نوموړي په نوي کال کې د نړیوال بانک په ۱۲۱ میلیونه افغانۍ د کندهار ښار د ۵مې او ۷مې ناحیو او دغه راز د میر بازار او بای پاس سړکونو د جوړولو خبر هم ورکړ چې شاوخوا یوه یا دوه میاشتې وروسته به یې چارې پیل شي.

د ده په خبره، هغه پروژې چې کندهار ښاروالي یې په یواځې ځان لګښت نه شي ورکولای، نړیوال بانک مرسته ورسره کوي.

دی وايي، د کندهار ښار اوسېدونکي له ډېره وخته د بای پاس سړک د جوړولو غوښتنه کوي چې د خرابوالي له امله یې هم د سیمې اوسېدونکي او هم د بار وړونکو موټرو چلوونکي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

ښاروال د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د احمد شاه بابا د کور د استملاک د چارو د بشپړولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په دغه ساحه کې ټولټال ۱۸ کورونه د ۲۳۹ میلیونه افغانۍ په لګښت استملاک شوي، څو دغه ساحه په یوه موزیم بدله شي.

دی وايي، د دې کار لپاره د ولسمشر له خوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او کارونه یې په ښه توګه روان دي.

د جامعه عمر په اړه نوموړي وویل چې له شاوخوا ۹۰ سلنه کار وروسته یې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې ۱۰ سلنه کارونه پاتې وو چې د ولسمشر له خوا په ځانګړې بودیجه بېرته پيل شوي او د دغه کار لپاره ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د کندهار ښار د علامه حبیبي واټ د جوړولو په اړه ښاروال وویل چې دواړو څنډو ته یې د ويالو او پولګوټو جوړولو چارې بشپړې شوي او یواځې د سړک د قیر کولو چارې پاتې دي چې په نوي مالي کال کې به تر سره شي.

دی وايي، په کندهار ښار کې د ماسټر پلان د پلي کېدو په لړ کې علامه حبیبي واټ چې ۲ کیلومتره اوږدوالی لري، مخکې یې ۱۸ متره عرض درلود چې د ښاروالۍ له خوا د ملکیتونو تر استملاک وروسته اوس د ۴۰ متره په اندازه پراخ او بنسټيزه توګه جوړېږي.

دغه سړک د کندهار ښار یو له ګڼې ګوڼې ډک سړک دی چې پر پراخولو او جوړولو یې ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

رضايي په تېر مالي کال کې د کندهار ښاروالۍ له خوا د ترسره شوو پرمختيايي پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، تېر کال ۲۰ پروژې پلان شوې وې چې ۱۸ بشپړې شوي او د ۲ کارونه لا هم روان دي چې په کې مارکېټونه، دوکانونه، سړکونه، د شاولیکوټ او ترینکوټ اډې جوړول او نور یاد کړل.

نوموړي په دغه کال کې د ولسمشر له خوا د ۴۳ میلیونه او ۴ سوه زره تشویقي بودیجې د ورکړې یادونه هم وکړه چې د کندهار ښار یو شمېر سړکونه او پلې لارې پرې جوړې شوې دي.

دغه راز ده د ښاروالۍ او همکارو موسسو د ګډو پروژو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کندهار ښار په غیر پلاني ساحو کې يې د ملکیتونو د ثبت او راجستر لړۍ پيل کړې چې تر دې مهاله یې ۴۳۲۹ ملکیتونه ثبت کړي څو هغوی ته د ملکیت سندونه ورکړل شي.

په دې لړ کې ده د سولر لایټ د یوې پروژې یادونه هم وکړه چې له احمدولي کرزي څلولارې تر سردار مددخان څلو لارې پورې د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پرې د لمریرې برېښنا څراغونه نصبېږي.

د پاک او زرغون ښار په برخه کې ده یادونه وکړه چې په هره ناحیه کې یې ۳۱ کارګر استخدام کړي دي، د ظاهرشاهي کانال پر ۴،۵ کیلومتره ساحه استنادي دېوال جوړ شوی او په دواړو څنډو کې یې نیالګي ايښودل شوي دي، له ډنډ څلور لارې تر باغ پل ساحې زرغون کمربند جوړ شوی او دغه راز اوسمهال یې له جمهوریت څلور لارې تر هوايي ډګر پورې د ۱۶ کیلومتره په اوږدوالي په ۲۰ متره ګلدان کې د نیالګیو ايښودلو چارې پيل کړې دي.

ښاروال د ولسي تړون پروګرام په اړه وویل چې تر دې مهاله په کندهار کې ۲۰۹ شوراګانې جوړې شوي او په ۱۵۹ پرمختیايي پروژو ۱۸۵ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement