ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه

​ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه

author avatar
20 Jan 2019 - 15:12
​ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه
author avatar
20 Jan 2019 - 15:12

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۷): د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټيم نن د ولسمشرۍ ټاکنو د یوولسم نوماند په توګه په ټاکنو کمېسیون کې نوم لیکنه وکړه.

ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له خپلو مرستیالانو عنایت الله بابر او اسدالله سعادتي سره یو ځای نن له غرمې مخکې په رسمي ډول د یو ټاکنیز ټکټ په توګه نوم لیکنه وکړه.

ډاکتر عبدالله عبدالله په ۱۳۵۵ کال کې له «نادریې لېسې» فارغ شوی او له کانکور وروسته د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۶۲ کال کې له یاد پوهنتونه فارغ شو.

هغه د طالبان تحریک له ماتې وروسته په ۱۳۸۰ کال کې د لنډمهالې ادارې پر مهال د بهرنیو چارو وزیر و ټاکل شو. هغه په ۱۳۸۸ کال کې له «بدلون او هیله» شعار سره ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شو خو ولسمشر کرزي ترې یادې ټاکنې وګټلې.

دغه راز عبدالله عبدالله په ۱۳۹۲ کال کې یو ځل بیا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شو. دغه ټاکنې دویمې دورې ته ولاړې او په دویمه دوره کې عبدالله او محمد اشرف غني د مخکښو نوماندانو په توګه ټاکنو ته ودرېدل، خو د ځینو ستونزو له امله بن بست لوري ته ولاړل او د یادو دوو نومانداو ترمنځ د یو سیاسي هوکړه لیک پر اساس د ملي یووالي حکومت رامنځته شو، اشرف غني ولسمشر او ډاکتر عبدالله عبدالله د یاد حکومت اجرائیه رییس اعلان شول او تر اوسه یې پر دې څوکیو دندې وکړې.

ډاکتر عبدالله نن له نوم لیکنې مخکې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دی د اسلامي جمعیت ګوند نوماند دی.

نوموړي وویل، لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند یې د ملي اسلامي جنبش ګوند او دویم مرستیال اسدالله سعادتي یې د وحدت اسلامی ګوند غړي دي.

ده زیاته کړه، د ثبات او هم پالنې ټيم به پر ولسمشر او د هغه پر دوو مرستیالانو سربېره اجرائیه رییس او د هغه دوه مرستیالان هم ولري.

ډاکتر عبدالله وویل، یاد ټيم به په ولسمشرۍ ټاکنو کې له نورو ټکټونو سره سالمه سیالي وکړي او د هېواد ملي مصالحو او د خلکو ګټو ته به پام وکړي.

هغه زیاته کړه، له مخکې د هېواد د اساسي قانون په نظر کې نیولو سره د سیاسي نظام د بدلون غوښتونکی دی.

ډاکتر عبدالله وویل، په هېواد کې د سولې غوښتنه کوي خو داسې باعزته سوله غواړي چې په هغه کې د ځوانانو، ښځو، ماشومانو، د پېښو د قربانیانو، معلولینو او د ټولنې د ټولو طبقو نظرونه، لاسته راوړنې او غوښتنې په پام کې ونیول شي.

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر ستر جنرال عبدالرشید دوستم یادې غونډې ته وویل، که د ټاکنو پایلې د افغانستان د خلکو د پاکو رایو په اساس اعلان شي د ثبات او هم پالنې ټېم به یې ګټونکی وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.