ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ له لسو کلیو وسله وال ایستل شوي

د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ له لسو کلیو وسله وال ایستل شوي

author avatar
21 Jan 2019 - 14:56
د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ له لسو کلیو وسله وال ایستل شوي
author avatar
21 Jan 2019 - 14:56

جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټ ۹۷): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې يې د ګډو افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال لس لوی کلي له وسله والو پاک کړي او لا هم عمليات دوام لري.

چارواکي دغه راز په يادو عملياتو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره هم کوي چې په وينا يې دوه په کې مهم سمه ييز قوماندانان دي.

په لعلپورې ولسوالۍ کې عمليات تر غني خېلو او مومنددرې وروسته پيل شوي او د هغو عملياتو لړۍ ده چې د جلال اباد - تورخم لويې لارې او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د امنيت د ټينګښت او وسله والو ځپلو په موخه پيل شوي دي.

چارواکي وايي، په سيمه کې د عملياتو پر مهال نيول شوې ساحې ځايي پاڅونوالو ته سپارل کېږي چې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ به هم له ځان سره ولري.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازی وايي، عمليات له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو او سرحدي ځواکونو، ملي او سيمه ييزو پوليسو له لوري پيل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عملياتو په دې موده کې لس لوی کلي د وسله والو له فعاليت پاک شوي او عمليات لا هم دوام لري.

دی وايي: ((تر اوسه د صده، ګرداوي، ګلډاګ، شاکوټی، چيکنور په ګډون لس کلي د ګډو افغان ځواکونو په عملياتو کې پاک شوي دي.))

هغه وويل، په عملياتو کې دغه راز د توپچي بريدونو په ترڅ کې د کشمير او صادق بلال په نوم د دوو مهمو سيمه ييزو قوماندانانو په ګدون ۲۱ وسله وال هم وژل شوي چې د ځينو جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي.

د نيازي د معلوماتول له مخې، د عملياتو پر مهال ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته تر اوسه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او تر عملياتو وروسته به سيمې ولسي پاڅون کوونکو ته وسپاري.

په ورته وخت کې په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا رييس ارکان ډګروال نورجان غني خېلو او مومنددرې کې د عملياتو پر مهال ځپل شوي طالبان لعلپورې ته تللي وو؛ نو ځکه يې هلته هم پر وړاندې عمليات وشول.

دی وايي، دلته طالبانو قوي ځالې او پټنځايونه لرل چې د همدغو عملياتو پر مهال يې يو شمېر له منځه يووړل شول او د نورو پر وړاندې يې هم عمليات روان دي.

د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي پژواک ته وويل چې  تر عملياتو وروسته پلان دی، ټولو سيمو کې ولسي پاڅونوال او ولسي لښکرې ځای پر ځای کړي چې د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.