ښرنه(پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه، ٩٧): د پکتيکا نوى والي وايي چې له فساد سره مبارزه، د لويو لارو د امنيت ټينګښت، ښه حکومتولي او د قومونو ترمنځ جوړښت يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
مجيب الرحمن څمکنى نن د سلواغې په لومړۍ نېټه د پکتيکا د نوي والي په توګه دنده پيل کړه.
نوموړي د ده د پېژندنې په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې له اداري فساد سره مبارزه او د دغه ولايت د لويو لارو امن کول يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
ده زياته کړه: ((کلونه کيږي چې د ولسواليو لويې لارې هم بندې دي، دا به خلاصوو او ښه حکومتولي به رامنځته کوو.))
څمکنى وايي چې د قومونو ترمنځ جوړښت او د ځوانانو ترمنځ همغږي رامنځته کولو لپاره به هم ډېر کار وکړي.
په دې غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقيرزاده وويل چې په تېرو دوه کلونو کې يو شمېر ولسواليو سقوط کړى او ډېرې سيمې نا امنه شوې دي.
نوموړي د نا امنه سيمو پر امنيت کولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د قومونو ترمنځ جوړښت خورا مهم دى.
همدارنګه په دغې غونډه کې يو شمېر ځوانانو وويل چې د دغه ولايت پخوانۍ رهبري ونه شول کولاى چې امنيت ټينګ کړي او د فساد پر وړاندې جدي مباره وکړي، نوي رهبري بايد دې برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
د يادنې ده چې مجيب الرحمن څمکني تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د پکتيا د استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن