ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکومت او حزب اسلامي د پخلاینې تحليلي راپور د کتاب په بڼه چاپ شو

د حکومت او حزب اسلامي د پخلاینې تحليلي راپور د کتاب په بڼه چاپ شو

author avatar
21 Jan 2019 - 12:02
د حکومت او حزب اسلامي د پخلاینې تحليلي راپور د کتاب په بڼه چاپ شو
author avatar
21 Jan 2019 - 12:02

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٧): د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې او پخلاينې بهير اروزنه په څو مخونو کې د "سوله بريا ده" په نوم له چاپه را ووته.

دغه تحليلي راپور چې ٢٥ مخونه لري، د سياسي چارو کارپوه مشتاق رحيم له لوري په انګليسي ژبه ليکل شوى چې بيا پښتو او دري ژبو ته هم ژباړل شوی دى.

مشتاق رحيم په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه راپور کې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې او پخلاینې د هڅو شننه او څېړنه ترسره شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د خپل رب ډېر شګر ګزاره یم چې زه یې د دې وړ کړم چې د سولې یاد بهیر په اړه یو څه ولیکم.))

دغه راز مشتاق رحيم په دغه راپور کې د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره اغېزمن لاملونه او محدودیتونه مشخص کړي، هوکړې، د هوکړو پلي کول او لاسته راغلې تجربې یې چې په راتلونکي کې ورڅخه د سولې د مذاکراتو په برخه کې ګټه اخیستل کېدای شي، ارزولي او څېړلي دي.

د هغه په وينا، په دغه راپور کې پر ټولو هغو لاملونو چې له حزب اسلامي سره یې د سولې هوکړه لیک ته لاره هواره کړه، بحث شوى دى.

دى وايي: ((په دغه راپور کې د کابل مېشتو حزب اسلامي مشرانو ونډه او د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان چې پر بنسټ یې حزب اسلامي سولې ته پر جګړې لومړیتوب ورکړ، هم شامل دي.))

دغه راز په دغه راپور کې پر دې هم بحث کېږي چې څنګه د طالبانو زیاتېدونکی قدرت د حزب اسلامي رهبري اړه کړه چې له موقع ګټه واخلي او مخکې له دې چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې بهیر د دوی اهمیت راکم کړي، له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

مشتاق رحيم زياتوي: ((د طالبانو په څېر له لویې او پېچلې ډلې سره سوله مسلکي او حرفوی مذاکراتو ته اړتیا لري چې د منظمې پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړول، د تخنیکي سلاکارانو درلودل او د هوکړه لیک د تطبیق د څارنې لپاره خپلواکو بنسټونو شتون او د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د پروګرامونو په لاره اچول په کې اړین توکي دي.))

د يادونې ده، مشتاق رحيم د امنيتي سکتور د اصلاحاتو تر څنګ د سولې له عالي شورا او بېلابېلو نړيوالو موسسو سره دندې هم ترسره کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.