د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميدان ښار په ننني بريدکې دامنيتي ځواکونو١٢تنه وژل شوي او ٣٠ ټپيان دي

د ميدان ښار په ننني بريدکې دامنيتي ځواکونو١٢تنه وژل شوي او ٣٠ ټپيان دي

Jan 21, 2019 - 10:02

 

لومړې تعقيب -ميدان ښار(پژواک،۱ سلواغه ۹۷): د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ملي امنيت پر ځانګړو ځواکونو په موټربم او وسله وال بريد کې د دغو ځواکونو ١٢ تنه وژل شوي او ٣٠ ټپيان دي.

دغه بريد نن سهار شاوخوا ٧:٣٠ بجې د ميدان ښار اړوند په باغ زنانه سيمه کې چېرته چې د ملي امنيت ځانګړي ځواکونه مېشت دي، ترسره شو.

د دغه ولايت د مطبوعاتي چارو مسوول محب الله شريفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې يو موټر بم ته چاودنه ورکړل شوه، خو د دويم موټر بم د چاودنې مخه ونيول شوه.

دى وايي، د پېښې په ځای کې درې ځانمرګي بريدګر د افغان امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

 د دغه ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدسالم اصغرخېل وايي چې په دغه بريد کې د ملي امنيت د يادو ځواکونو ١٢ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې له ټپيانو څخه د شپږو تنو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى او کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. ده وويل چې نور ټپيان د ميدان وردګو په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو دغه بريد د هاموې ټانک پر مټ کړى دى.

د ده په وينا، د هاموې ټانک پر مټ  تر بريد وروسته، يادې قوماندانۍ ته وسله وال طالبان ننوتلي او د يادې قطعې ګڼ شمېر سرتېري او افسران يې وژلي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement