د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ له لسو کلیو وسله وال ایستل شوي

د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ له لسو کلیو وسله وال ایستل شوي

Jan 21, 2019 - 14:56

جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټ ۹۷): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې يې د ګډو افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال لس لوی کلي له وسله والو پاک کړي او لا هم عمليات دوام لري.

چارواکي دغه راز په يادو عملياتو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره هم کوي چې په وينا يې دوه په کې مهم سمه ييز قوماندانان دي.

په لعلپورې ولسوالۍ کې عمليات تر غني خېلو او مومنددرې وروسته پيل شوي او د هغو عملياتو لړۍ ده چې د جلال اباد - تورخم لويې لارې او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د امنيت د ټينګښت او وسله والو ځپلو په موخه پيل شوي دي.

چارواکي وايي، په سيمه کې د عملياتو پر مهال نيول شوې ساحې ځايي پاڅونوالو ته سپارل کېږي چې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ به هم له ځان سره ولري.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازی وايي، عمليات له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو او سرحدي ځواکونو، ملي او سيمه ييزو پوليسو له لوري پيل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عملياتو په دې موده کې لس لوی کلي د وسله والو له فعاليت پاک شوي او عمليات لا هم دوام لري.

دی وايي: ((تر اوسه د صده، ګرداوي، ګلډاګ، شاکوټی، چيکنور په ګډون لس کلي د ګډو افغان ځواکونو په عملياتو کې پاک شوي دي.))

هغه وويل، په عملياتو کې دغه راز د توپچي بريدونو په ترڅ کې د کشمير او صادق بلال په نوم د دوو مهمو سيمه ييزو قوماندانانو په ګدون ۲۱ وسله وال هم وژل شوي چې د ځينو جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي.

د نيازي د معلوماتول له مخې، د عملياتو پر مهال ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته تر اوسه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او تر عملياتو وروسته به سيمې ولسي پاڅون کوونکو ته وسپاري.

په ورته وخت کې په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا رييس ارکان ډګروال نورجان غني خېلو او مومنددرې کې د عملياتو پر مهال ځپل شوي طالبان لعلپورې ته تللي وو؛ نو ځکه يې هلته هم پر وړاندې عمليات وشول.

دی وايي، دلته طالبانو قوي ځالې او پټنځايونه لرل چې د همدغو عملياتو پر مهال يې يو شمېر له منځه يووړل شول او د نورو پر وړاندې يې هم عمليات روان دي.

د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي پژواک ته وويل چې  تر عملياتو وروسته پلان دی، ټولو سيمو کې ولسي پاڅونوال او ولسي لښکرې ځای پر ځای کړي چې د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.

دی وايي، ګډ افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه به د دغو پاڅون کوونکو هوايي او ځمکنی ملاتړ کوي او هم به يې د تجهيز او اکمال برخه کې مرسته کېږي.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي، تر هغه چې پاڅونوال پر درنو وسلو سمبال نه شي؛ نو له وسله والو سره يې مقابله ستونزمنه ده.

د سيمې يوه قومي مشر ملک نور غوښتنه وکړه، د ولسي لښکرو د ځای پر ځای کولو سربېره بايد هغوی ته درنې وسلې هم په واک کې ورکړل شي.

يو بل قومي مخور حاجي تورګل اندېښنه وښوده، که ولس ودريږي او حکومت يې ملاتړ ونکړي؛ نو د وسله والو د بريدونو پرمهال به ولس له ماتې او مرګ ژوبلې سره مخ شي.

خو ځايي چارواکي ډاډ ورکوي د وسله والو د ممکنه بريدونو پرمهال به د ولسي پاڅون کوونکو کلک ملاتړ کېږي او امنيتي ځواکونه به يې ملاتړ ته ځان رسوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement