مهترلام (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۷): په لغمان کې د کابل- جلال اباد لويې لارې د ترافيکي پېښو د ټپيانو د درملنې په موخه د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د بېړنو پېښو د درملنې روغتون جوړ شو.
چارواکي وايي، د سرخکانو د بېړنيو پېښو روغتون به د ترافيکي پېښو د ډېرو ټپيانو په ژوند ژغورنه کې ګټور ثابت شي.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزي د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، د یاد روغتون د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ، نورو دولتي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د دولتزي د معلوماتو له مخې، دغه روغتون د سرخکانو درې لارې سره نږدې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت په ۳۹۰۶ متره مربع ځمکه کې په اساسي ډول جوړه شوې چې اته خونې، احاطوي دیوال، د پاکو اوبو څاه او مجهز وسايل لري.
نوموړي وویل، په دغه روغتون کې به د ټولو بېړنیو پېښو درملنه کېږي او د لا ښې درملنې لپاره به ناروغان نورو روغتونو ته انتقال شي.
د والي وياند وايي، مسوولينو د سيمې اوسېدونکو ته د دغه روغتون د پرانيستې پر مهال ډاډ ورکړ، په دې ولسوالۍ کې به نږدې وختونو کې ډېرې نورې مهمې رغنيزې پروژې هم پيل شي.
هغه وايي، والي اصف ننګ د یاد روغتون مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د روغتون په دننه کې دې سرسبزۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د کابل- جلال اباد پر لويه لار د را پېښدونکو ترافيکي پېښو ډېری ټپيانو ځکه خپل ژوند له لاسه ورکاوه چې روغتون ته پر وخت نه رسېږي.
د سيمې يوه قومي مشر محمد انور وويل، دغه روغتون به د ډېرو ټپيانو د ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي؛ خو وايي، حکومت دې پر دغه لاره د ترافيکي قانون پر تطبيق د ترافيکي پېښو مخنيوی وکړي.
د يادولو ده، د کابل - جلال اباد لويه لاره کې ډېر کله د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي او ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن