د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزارشریف کې د سولې خبرو په ملاتړ لاریون وشو

مزارشریف کې د سولې خبرو په ملاتړ لاریون وشو

Jan 21, 2019 - 15:00

مزارشريف (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشریف کې لسګونو خلکو په هېواد کې د جګړو پای ته رسېدو په موخه د یوه لاريون په ترڅ کې د افغانانو په مالکيت د سولې خبرو پيلېدو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکي چې د افغانستان د خلکو ولسي بنسټ په بلنه راټول شوي وو، د شاوخوا يو کيلومتر پلي مزل په کولو سره يې د يوه پرېکړه ليک په لوستلو لاريون پای ته ورساوه.

د افغانستان د خلکو ولسي بنسټ مرستيال سيد هاشم مقتدر د سلواغې په لومړۍ نېټه د ياد مدني حرکت پر مهال پژواک ته وويل چې جګړه د حل لاره نه ده او په هېواد کې د سولې او ټيکاو راتلو په موخه بايد بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان روانه جګړه د افغانانو او مسلمانانو له وژنې پرته بل هېڅ پيغام هم نه لري.

هغه زياتوي: ((سره له دې چې سوله د افغانانو عاجله اړتيا ده، تر څنګ يې د سولې او ټيکاو راوستل او د مسلمانو وروڼو ترمنځ سوله کول، الهي حکم دی چې موږ ټول يې په ترسره کولو مکلف يو.))

مقتدر په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې که ځانونو ته مسلمانان وايي او دا وطن ورته ارزښت لري. نو د بهرنيو کړيو پر ځای دې له افغانانو سره جوړ جاړي ته کېني.

هغه وويل: ((د دې خبرې په کوم ځای کې منطق دی چې ته طالب له يوه غير مسلم خارجي سره خبرو ته کېنې؛ خو خپل افغان او مسلمان ورور سره چې عملاً په جګړه ورسره بوخت يې، له خبرو کولو ډډه کوې.))

نوموړي زياته کړه، طالبان بايد پر دې پوه شي چې هېڅ وخت به د زور او تاوتريخوالي له لارې خپلو اهدافو او واک ته ونه رسېږي.

نوموړي د افغانستان له خلکو غوښتنه وکړه چې له هغو طالبانو سره خپلې اړيکې پرې کړي چې د سولې پر ځای جګړې ته ترجيح ورکوي او د مذاکراتو له مېزه د پرديو په اشاره تېښته کوي.

مدني فعالې اورانوس برنا پژواک ته وويل چې دوی د هغې سولې غوښتونکي دي چې مالکيت يې له افغانانو سره وي او همدا راز هغه پرمختګونه په کې خوندي شي چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې افغانانو ترلاسه کړي دي.

مېرمن برنا زياته کړه چې په افغانستان کې د روانو جګړو تر ټولو ډېر زيان مېرمنو ته رسېدلی او غوښتنه يې وکړه چې د سولې په خبرو کې دې د ښځو حقوق نه تر پښو لاندې کېږي.

هغه زياتوي: ((موږ نور له جګړو ستړي شوي يو، نه غواړو چې اولادونه، وروڼه، خويندې او نارينه مو ووژل شي، هر څومره ژر چې کېږي دا ويجاړوونکی جنګ بايد پای ته ورسېږي.))

هغې د هېواد له فعالو مېرمنو هم غوښتنه وکړه چې هڅې وکړي څو د روانې جګړې په اور د سولې او يووالي اوبه تويې کړي او افغانستان هوساينې ته ورسوي.

مدني فعال ذکرالله ذکي هم پر خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې افغانان د هغې سولې او ټيکاو پلويان دي چې ورسره جګړه ختمه شي او دوی په عزت کې خپل سوله ييز ژوند ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا، که له دې پرته د سولې په نوم خارجي هېوادونو ترمنځ د افغانانو په برخليک معامله کېږي، نو دوی به د سولې په نوم دغسې معاملې منلو ته تسليم نه شي.

نوموړی زياتوي، افغانان نور په هېواد کې د خپلو ښوونځيو سوځېدو، سړکونو ويجاړېدو او عامه شتمنيو د لوټلو زغم نه لري.

د هغه په خبره، د سولې لپاره افغانان دومره تږي دي چې هېڅ قوم يې مخالف نه دی او ټول يې په اړه اجماع لري.

د ياد لاريون په پای کې يو پرېکړه ليک هم خپور شو چې په کې د سولې او ټيکاو راتلو لپاره د افغانانو پر مشرۍ هڅو ټينګار شوی و.

په پرېکړه ليک کې همدا راز ويل شوي وو چې د افغانستان د نظام وسله وال مخالفين او په ځانګړي ډول طالبان بايد له هر ډول مخکې شرط پرته د سولې هغو مذاکراتو ته داخل شي چې د افغانانو له خوا يې چارې پر مخ وړل کېږي او ملګري ملتونو سازمان يې نظارت وکړي.

لاريون کوونکو همدا راز د افغانستان له يو شمېر ګاونډيو هېوادونو هم غوښتنه کړې وه چې د ډيپلوماتيکو اصولو په نظر کې نيولو سره دې هغو کسانو ته پناه ځای نه ورکوي چې افغانستان کې يې د جګړې اور بل ساتلی دی.

په افغانستان کې ځکه ورځ تر بلې پر طالبانو ولسي فشارونه زياتېږي چې له دې وړاندې دغې ډلې له افغان حکومت سره د مخامخ مذاکرتو پيلول رد کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement