ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د سولې خبرو په ملاتړ لاریون وشو

مزارشریف کې د سولې خبرو په ملاتړ لاریون وشو

author avatar
21 Jan 2019 - 15:00
مزارشریف کې د سولې خبرو په ملاتړ لاریون وشو
author avatar
21 Jan 2019 - 15:00

مزارشريف (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشریف کې لسګونو خلکو په هېواد کې د جګړو پای ته رسېدو په موخه د یوه لاريون په ترڅ کې د افغانانو په مالکيت د سولې خبرو پيلېدو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکي چې د افغانستان د خلکو ولسي بنسټ په بلنه راټول شوي وو، د شاوخوا يو کيلومتر پلي مزل په کولو سره يې د يوه پرېکړه ليک په لوستلو لاريون پای ته ورساوه.

د افغانستان د خلکو ولسي بنسټ مرستيال سيد هاشم مقتدر د سلواغې په لومړۍ نېټه د ياد مدني حرکت پر مهال پژواک ته وويل چې جګړه د حل لاره نه ده او په هېواد کې د سولې او ټيکاو راتلو په موخه بايد بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان روانه جګړه د افغانانو او مسلمانانو له وژنې پرته بل هېڅ پيغام هم نه لري.

هغه زياتوي: ((سره له دې چې سوله د افغانانو عاجله اړتيا ده، تر څنګ يې د سولې او ټيکاو راوستل او د مسلمانو وروڼو ترمنځ سوله کول، الهي حکم دی چې موږ ټول يې په ترسره کولو مکلف يو.))

مقتدر په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې که ځانونو ته مسلمانان وايي او دا وطن ورته ارزښت لري. نو د بهرنيو کړيو پر ځای دې له افغانانو سره جوړ جاړي ته کېني.

هغه وويل: ((د دې خبرې په کوم ځای کې منطق دی چې ته طالب له يوه غير مسلم خارجي سره خبرو ته کېنې؛ خو خپل افغان او مسلمان ورور سره چې عملاً په جګړه ورسره بوخت يې، له خبرو کولو ډډه کوې.))

نوموړي زياته کړه، طالبان بايد پر دې پوه شي چې هېڅ وخت به د زور او تاوتريخوالي له لارې خپلو اهدافو او واک ته ونه رسېږي.

نوموړي د افغانستان له خلکو غوښتنه وکړه چې له هغو طالبانو سره خپلې اړيکې پرې کړي چې د سولې پر ځای جګړې ته ترجيح ورکوي او د مذاکراتو له مېزه د پرديو په اشاره تېښته کوي.

مدني فعالې اورانوس برنا پژواک ته وويل چې دوی د هغې سولې غوښتونکي دي چې مالکيت يې له افغانانو سره وي او همدا راز هغه پرمختګونه په کې خوندي شي چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې افغانانو ترلاسه کړي دي.

مېرمن برنا زياته کړه چې په افغانستان کې د روانو جګړو تر ټولو ډېر زيان مېرمنو ته رسېدلی او غوښتنه يې وکړه چې د سولې په خبرو کې دې د ښځو حقوق نه تر پښو لاندې کېږي.

هغه زياتوي: ((موږ نور له جګړو ستړي شوي يو، نه غواړو چې اولادونه، وروڼه، خويندې او نارينه مو ووژل شي، هر څومره ژر چې کېږي دا ويجاړوونکی جنګ بايد پای ته ورسېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.