د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مصر په افغانستان کې د دارلافتاء په جوړولو او د مفتیانو په روزنه کې مرسته کوي

مصر په افغانستان کې د دارلافتاء په جوړولو او د مفتیانو په روزنه کې مرسته کوي

Jan 21, 2019 - 22:13

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٧): د مصر مفتی د افغانستان د حج او اوقافو وزیر سره په کتنه کې چې نن په قاهره کې ترسره شوه په افغانستان کې د دارلافتاء د ځانګرې مرکز په جوړیدو او د مفتیانو په روزنه کې د هر اړخیزو مرستو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني چې د یوه پلاوې په مشرۍ مصر ته تللی د مصر له مفتي دکتور شوقي علام سره په قاهره کې نن کتلی او د کتنې پرمهال د افغانستان او مصر ترمنځ د دینې معلوماتو د پياوړتیا او د تجربو په شریکولو  خبرې کړې دي.

د کتنې په ترڅ کې د مصر مفتي دکتور شوقي علام ویلی چې اداره یې د تاوتریخوالې او هغه افراطي فکر سره مخ دی چې په نړۍ کې ویجاړونې، تاوتریخوالی او بې ثباتۍ خپروي.

نوموړي ویلی چې هېواد یې د مفتیانو د روزنې په پار ځانګری روزنیز مرکز جوړ کړی چې د نړۍ له ګڼ شمیر هېوادونو څخه ورته مفتیان راځي او زده کړې په کې ترسره کوي.

مفتي زیاته کړه د اړتیا په صورت کې که له دوي څوک مرسته وغواړي دوی حاضر دي چې د مفتیانو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

مفتي وایې چې د دارلافتا په برخه کې د همکارۍ مرکز یې دري کال مخکې جوړ کړی او تراوسه یې څلویښت هېوادونه غړیتوب لري چې د فتواوو او مسلمانانو اړوند قضایا په کې څېړل کېږي.

د خبرو پرمهال دافغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د دارلافتاء په برخه کې د مصر هڅې وستایلې او زیاته یې کړه افغانستان هم د افراطتي فکر ضد د مرکزې دارلافتاء د رامنځته کېدو هڅې کوې تر څو له دینې نصوصو منحرفو تعبیراتو مخنیوي وشي.  ولسمشر محمد اشرف غني  سږ کال د علماو غوښتي چې  په افغانستان کې د دارلافتاء مرکز جوړ کړي.

نوموړي د مصر له مفتي څخه د تجربو شریکول، د مفتیاو روزنه او دعلمي کتابونو د مرستې غوښتنه وکړه چې د مصر مفتي په افغانستان کې د دارلافتاء د ځانګرې مرکز په جوړېدو او د مفتیانو په روزنه کې د هر اړخیزو مرستو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د دارلافتاء د مرکز نه شتون د دې لامل شوی چې علما د خپل مذهبې فکر پربنسټ فتواوې ورکوي او دا کار مذهبې افراطيت او تفرقې ته لاره هواروي.  

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement