ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوې مېرمنې خپل خاوند او لور ژوندي سوځولي

ننګرهار کې يوې مېرمنې خپل خاوند او لور ژوندي سوځولي

author avatar
21 Jan 2019 - 20:50
ننګرهار کې يوې مېرمنې خپل خاوند او لور ژوندي سوځولي
author avatar
21 Jan 2019 - 20:50

جلال اباد (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۷): راپورونه وايي، د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې يوې مېرمنې خپل خاوند او لور ژوندي سوځولي چې وروسته يې خلکو ته سوځېدلي جسدونه په لاس ورغلي دي.

ځايي چارواکي پېښه تاييدوي او وايي، مېرمن د يادې قضيې په تړاو نيول شوې او د پوليسو په توقيف کې ده.

د معلوماتو له مخې، پېښه د سلواغې په لومړۍ نېټه د دغې ولسوالۍ قلعه نو کلي کې په يوه خيمه کې د اور لګېدو له امله رامنځه شوې، چې ځايي خلک او چارواکي وايي، اور د مېرمنې له لوري په قضدي ډول اچول شوی دی.

 د پېښې یو عیني شاهد نورالله پژواک اژانس ته وويل، دوی هغه مهال خبر شول چې په کور کې دننه خيمه کې اور لګېدلی و.

هغه وايي، د يادې مېرمن او خاوند ترمنځ تر دې وړاندې هر وخت شخړې رامنځته کېدلی چې نن يې خيمې اور اخيستی و.

 سیمه ييز چارواکي یواځې پېښه تاييدوي او وايي، يوه مېرمن د شير محمد په نوم وژل شوي کس او د هغه د کوچنۍ لور د وژلو په تړاو نيول شوې ده.

د سره رود ولسوالۍ ولسوال سید علي اکبر سادات پژواک ته وویل چې د شیرمحمد مېرمن نیول شوې چې شک کیږې اور د همدې له لورې لګول شوی دی.

خو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد اکبر جاوید وايي، د وژل شوي شیرمحمد کورنۍ میرمن زینت د قضیې اصلي عامل بولي چې دوی نوموړې مېرمن نیولې او تر څېړنو لاندې ده .

پژواک هڅه وکړه چې د قضيي په تړاو د شیرمحمد د خپلوانو او د خپل خاوند د قتل په تور د تورنې زینت نظر هم واخلي، خو له هڅو سره سره يي هم په نظر اخیستو بريالي نه شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.