ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

هرات کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

author avatar
21 Jan 2019 - 14:53
هرات کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
author avatar
21 Jan 2019 - 14:53

 

هرات (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٧): د پولیو واکسین کمپیان چې د شینډنډ ولسوالۍ او هرات ښار شاوخوا ۲۵۰زره ماشومان به په کې واکسین شي، نن په دغه ولایت پیل شو.

د هرات د ټولنیزو چارو مرستیالې مونسې حسن زاده د یاد پروګرام په پرانیست غونډه کې له کورنیو وغوښتل چې د پولیو واکسین د کمپاین لپاره دې له روغتیايي مسوولانو سره مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه، په هرات کې د ماشومانو د فلج واکسین کمپاین د دې ناروغۍ د له منځه وړو لپاره په منظم ډول هرې درې میاشتې وروسته ترسره کېږي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمد اصف کبیر وویل، د دغه پروګرام له لارې په هره دوره کې له ۲۵۰زرو ډېر هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین کېږي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، د واکسین ګرځنده ټيمونه به د ماشومانو د واکسین لپاره د خلکو کورونو ته ورشي.

هغه روښانه کړه، ګرځنده ټيمونه د هرات ښار په ورودي دروازو کې پر دنده ګومارل کېږي څو ماشومان واکسین کړي.

د هرات د عامې روغتیا د مرستیال په خبره، د پولیو واکسینو کمپاین د درېیو ورځو لپاره په هرات ښار، شینډنډ ولسوالۍ او هغه سیمو کې چې داخلي کډوال پکې مېشت دي ترسره کېږي.

هغه وویل، ټاکل شوې چې له ټولو ۲۵۰ زره ماشومانو به ۱۴۳ زره په هرات ښار کې، له ۹۰ زرو ډېر یې په شینډنډ ولسوالۍ کې او د داخلي کډوالو ۱۷ زره ماشومان به په کمپونو او د هرات ښار په شاوخوا کې واکسین شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.