ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کورنیو چارو وزارت کې به د مدیریتي اجماع بهیر دوام ومومي

په کورنیو چارو وزارت کې به د مدیریتي اجماع بهیر دوام ومومي

author avatar
21 Jan 2019 - 10:46
په کورنیو چارو وزارت کې به د مدیریتي اجماع بهیر دوام ومومي
author avatar
21 Jan 2019 - 10:46

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٧): ولسمشر غنی وایي، د امرالله صالح د مديریت بهیر د دوام تر څنګ باید د کورنیو چارو وزارت پرېکړې له فرد محوره پر بنسټ محور بدلې شي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام کورنیو چارو وزارت ته ولاړ او د دغه وزارت له رهبرۍ سره یې وکتل.

خبرپاڼه زیاتوی، د دې کتنې په پیل کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال جانان بارکزي ولسمشر ته د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې، د اکمالاتو د کچې، د بورډ له لارې د تعییناتو، ښایسته سالارۍ، له جرایمو سره د مبارزې، د ښځو د مشارکت، د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو د وېش او کوپون د اجرا او بودجې د مصرف په اړه د دغه وزارت راپور وړاندې کړ.

ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د پولیسو له فعالیتونو مننه وکړه او ويې ویل چې د امرالله صالح د مديریت بهیر د دوام تر څنګ باید د کورنیو چارو وزارت پرېکړې له فردمحوره پر بنسټ محور بدلې شي.

ولسمشر زیاته کړه، په کورنیو چارو وزارت کې د مدیریتي اجماع بهیر له شا تګ پرته دوام ومومي او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب به د نوي وزیر تر ټاکلو پورې د کورنیو چارو وزارت چارې سمبالوي.

هغه زیاته کړه، په کورنیو چارو وزارت کې له دفاعي څخه په تعرضي حالت د اوښتو په موخه واحده اجماع رامنځته شوې ده.

همدا راز ولسمشر د پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې د پروسې د امنیت په خاطر د پولیسو له مدیریته مننه وکړه او کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې په وزارت کې دې د ټاکنو د امنیت د مدیریت په موخه د یو کاري ګروپ رامنځته کولو تر څنګ د ټاکنو د امنیت لپاره هر اړخیز چمتووالی ونیول شي.

ولسمشر غني د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو، د ځانګړو ځواکونو د وضعیت د تغییر او د لویو لارو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ او ویې ویل، د ملي اردو په همکارۍ دې د لویو لارو امنیت تامین شي.

خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې ولسمشر غني د بندرونو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل، د امنیت په ټینګښت سره کولی شو خپل عواید لوړ کړو.

خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني پولیسو ته په خطاب کې وویل چې واحد او هدفمند مدیریت د خلکو د باور لامل ګرځي، دغه راز له امنیتي پولیسو د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې تعهدات باقي دي او د سولې په پروسه کې به د امنیتي ځواکونو پر قربانیو هېڅکله هم معامله ونه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.