ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو واکسین تطبيقږي

په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو واکسین تطبيقږي

author avatar
21 Jan 2019 - 15:48
په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو واکسین تطبيقږي
author avatar
21 Jan 2019 - 15:48

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۷): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ۱۷ ولایتونو اړوند ۱۷۹ ولسوالیو کې به له پنځو کلونو کم ۵،۴ میلیونه ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت د یونيسف ادارې او روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ۲۰۱۹ کال د پولیو واکسین لومړی فرعي کمپاین پیلوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کمپاین په دوو پړاوونو کې په هغو سیمو او ولسوالیو کې چې د پولیو د سرایت له لوړ خطر سره مخ دي تر سره کېږي .

د هغه په وينا، د جنورۍ له ۲۱ نه تر ۲۵مې نېټې پورې د لوېدیځ، مرکزي او سوېل ختیځې حوزو په ځینو ولسوالیو کې او د جنورۍ له ۲۸ د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې د سوېل او ختیځې حوزې په ګڼو ولسوالیو کې دغه کمپاین پلی کېږي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروزالدین فېروز، د کورنیو لپاره د دغه کمپاینونو پیلول یو ښه فرصت وباله او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د کمپاینونو پر مهال د خپلو کورونو دروازې د واکسیناتورانو پر مخ پرانیزي او خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین ورکړي.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه: ((هېوادوال د پولیو د له منځه وړو په برخه کې خورا زیات مهم رول لوبولی شي. موږ ټول دې ته اړ یو چې د پولیو د له منځه وړو په خاطر په ګډه سره کار وکړو.))

فیروز همدارنګه وویل: ((زموږ معصوم ماشومان موږ پورې متکي دي او باید اجازه ورنه کړو چې خپل ګلالي ماشومان مو د غلفت په نتیجه کې په دې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ اخته شي.))

خبرپاڼه کې راغلي چې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان، نوي زېږېدلي، ناروغ، ویده او مېلمه ماشومانو په ګډون د دغه کمپاین په بهیر کې باید واکسین شي.

سرچينه زياتوي، که بیا هم کوم ماشوم له واکسینه پاتې کېږي، د واکسین کولو په خاطر باید ژر تر ژره نږدې روغتیايي مرکز ته چې په کې په وړیا توګه ماشومانو ته واکسین تطبیقېږي، یووړل شي.

د یادولو ده، نوي زېږېدلي او ناروغ ماشومان دې واکسین ته لا زیاته اړتیا لري؛ ځکه د هغوی د بدن مقاومت کمزوری دی او که چېرې واکسین نه شي، ډېر ژر پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

پولیو یوه دایمي فلج کوونکي او ان وژونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري، د دې ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو د خوندي او وقایه کولو یوازينۍ خوندي او اغېزمنه لار واکسین دی.

همدارنګه افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هېوادونه دي چې په نړۍ کې تر اوسه هم د پولیو اندیمیک په توګه پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.