هرات (پژواک ٢ سلواغه ٩٧): د هرات اوسېدونکي له وسله والو غلو سره د پولیسو د وسله والې نښتې هرکلی کړی او وایي، دغه پرېکړه به په هرات کې د جرمونو او جنایتونو د کمښت لامل وګرځي.
دوی له پولیسو غواړي چې هغز کسانو ته باید جزا ورکړي چې د خلکو ځاني او مالي امنیت ګواښوي.
د هرات اوسېدونکي محمد یونس پژواک ته وویل: ((دا چې پولیس په دې وروستیو کې پر غلو ډزې کوي، خلک د دوی له دې کاره په رښتيا ملاتړ کوي، که په همدې ډول درې څلور غله ووژل شي، هېڅوک به غلا ته زړه ښه نه کړي، موږ د پولیسو له دې کاره ملاتړ کوو.))
د هرات بل اوسېدونکي شفیق جمشېدي پژواک ته وویل: ((مخکې به غله بندي کېدل او له څه مودې وروسته به ازاد شول، خو اوس ښه ده چې غله د پولیسو له خوا په نښه کېږي.))
د ده په خبره، د پولیسو دا کار د دې لامل شو چې په هرات ولایت کې غلاوې کمې شي.
د هرات د ولایتي شورا ځنیې غړي هم د غلو د علني محاکمې غوښتنه کوي.
دوی دغه راز له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي چې د ټولنې دا طبقه په تر ټولو سخته سزا محکوم کړي.
د ولایتي شورا غړي وکیل احمد کرخي پژواک ته وویل: ((څو ځله زموږ غوښتنه له امنیتي ځواکونو دا وه چې له هغه کسانو سره جدي چلند وکړي چې د دغه ولایت امنیت او نظم خرابوي.))
په همدې حال کې د هرات سیمه ییزې ادارې هم غلو او ترهګرو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې په دغه کسانو به زړه سوی ونه شي.
د هرات ولایت سرپرست محی الدین نوري په دې اړه وویل: ((په دغه ښار کې د جرم او جنایت یوه پېښه د منلو وړ نه ده، د کورنیو چارو د وزارت د پرېکړې په اساس اختطافګر، غله او هغه کسان چې د ښار امنیت ګډوډوي، هېڅ حق نه لري، بلکې له دوی سره باید تر ټولو سخت چلند وشي.))
د چارو شنونکي هم په دې باور دي چې د ناامنیو له عواملو سره د امنیتي ځواکونو وسله وال چلند په دغه ولایت کې د جرم او جنایت د کمېدو لامل ګرځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن