ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا ملکي روغتون امکانات روغتیايي کارکوونکي د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي

د پکتیا ملکي روغتون امکانات روغتیايي کارکوونکي د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي

author avatar
22 Jan 2019 - 15:33
د پکتیا ملکي روغتون امکانات روغتیايي کارکوونکي د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي
author avatar
22 Jan 2019 - 15:33

ګردېز (پژواک، ٢ سلواغه ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا ځيني غړي، مدني فعالان او د دغه ولايت د روغتيايي مرکزونو قراردادي انجيو وايي چې ګڼ شمېر ډاکټران او نور روغتيايي کارکوونکي له خپلو کورنيو سره د شپې له خوا په غير قانوني ډول په حوزوي روغتون کې اوسېږي.

دوی وايي، دغه کسان چې ځيني يې له خپلو کورنيو سره په روغتون کې استوګن دي، د ناروغانو د خوړو تر څنګ د روغتون له خونو او نورو ځايونو هم غير قانوني ګټه اخلي او ژر يې له روغتونه د ايستلو غوښتنه کوي.

مدني فعال بلال معروف پر دې چاره نيوکه کوي او وايي که ياد هر کس د ورځې لږ تر لږه سل افغانۍ لګښت هم ولري، نو د مياشتې له سل زره افغانيو زيات بې ځايه لګښت کېږي.

معروف پژواک ته وويل: ((دوی د موسـساتو مامورين دي، لوړ معاشونه اخلي، حتی يو متخصص تر شپېته زره افغانۍ معاش اخلي، په ښار او بازار کې دې و اوسېږي، کډه دې راوړي. په عاجل څانګه کې يو چا تشناب د ځان لپاره اتاق کړی او په کې اوسېږي، نو دا خو مناسبه خبره نه ده، هېڅوک حق نه لري چې د شفاخانې دننه و اوسېږي.))

د پکتيا د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل د درملو پر کموالي سربېره په روغتون کې د ګڼو روغتيايي کارکوونکو پاتې کېدل لويه بې نظمي او د ځينو نورو ستونزو رامنځته کېدو عمده عامل يادوي.

کرخېل پژواک ته وويل: ((په شفاخانه کې ډاکترانو ځان ته استوګنځي جوړ کړي او فاميلي په کې اوسېږي، دوی ناروغانو ته حواله شوې ډوډۍ په خپلو انډيوالانو او فاميلونو خوري. مريضانو او پکتياوالو ته په روغتون کې ډېر مشکلات دي.))

د هېواد په نوم د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د قراردادي انجيو ولايتي مشر ډاکتر فضل الرحمن منګل وايي چې د شپې له نوکريوال پرته له څلوېښتو زيات ډاکتران، نرسان او صفاکاران په غير قانوني ډول په حوزوي روغتون کې اوسېږي.

منګل وايي چې د دې روغتيايي کارکوونکو له اوسېدو سره د خوړو، ځای او بې نظمي رامنځته کېدو سربېره د اخلاقي فساد او نورو ستونزو ګواښونه هم شته، چې بايد مخه يې ونيول شي.

نوموړي زياته کړه چې د نوي ميلادي کال له پيله يې د حوزوي روغتون له ډاکټرانو سره په رسمي وخت کې شخصي معاينه خانو ته د نه تګ، د ناروغانو له ځای او خوړو د نه استفادې او ځينو نورو مسايلو د ستونزې د نه حل له امله لا رسمي قراردادونه ځنډېدلي دي.

دی وايي: ((بغير له نوکريواله تقريباً له څلوېښتو زيات کسان په شفاخانه کې اوسېږي، د شفاخانې ټول پرسونل چې تقريباً ۳۰۰ کسان کېږي، ټول په شفاخانه کې مړۍ خوري، دا مړۍ ټوله د مريض ده،  د مريض د مړۍ کيفيت له مخکې هم خراب دی او له دې سره نور هم خرابېږي.))

په دې اړه د پکتيا د حوزوي روغتون مشر ډاکټر امان الله صديقي هم دا ستونزه مني او وايي چې د حل په موخه يې له ډاکټرانو سره خبرې کړې او ژر به حل شي.

صديقي وايي: ((په روغتون کې کم او زيات مشکلات شته، ولايت مقام، مدني ټولنې او ټولو دوستانو سره په ګډه ميټينګ روان دی او انشاالله ژر به د دې يو حل راووځي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.