ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار له ځینو برخو د درملنې په موخه لسګونه روږدي ټول شول

د کابل ښار له ځینو برخو د درملنې په موخه لسګونه روږدي ټول شول

author avatar
22 Jan 2019 - 16:32
د کابل ښار له ځینو برخو د درملنې په موخه لسګونه روږدي ټول شول
author avatar
22 Jan 2019 - 16:32

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۷): پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د ټولولو د کمپیان په لړ کې نن د یوولسمې حوزې له اړوند سیمو شاوخوا ۱۲۰ روږدي راټول او د درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته ولېږدول شول.

دغه کمپاین په کابل ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او د ژمي له سختې یخنۍ د دوی د ژغورنې لپاره د عامې روغتیا، له نشه یي توکو سره د مبارزې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولو پر مهال رسنیو ته وویل، پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې بهیر د پخوا په پرتله چټک شوی دی.

نوموړي د دې په روښانولو چې مخکې له دې د درملنې یوه دوره شاوخوا درې میاشتې وه، خو د ژمي د یخنۍ او زیاتو کسانو د درملنې لپاره دغه دوره ۴۵ ورځو ته راټيټه شوې ده.

فېروزالدین فېروز د خپلو خبرو په دوام د کورنیو چارو د پخواني وزیر امرالله صالح له اقداماتو مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا د حل لاره نه ده چې په زور باید په نشه یي توکو روږدي کسان روغتونونو ته انتقال شي.

ډاکتر فېروز له کورنیو چاور وزارت او نورو امنیتي ارګانونو وغوښتل چې سره یو شي او د دې ستونزې ریښې له منځه یوسي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت رسنیو ته وویل، په تېره یوه اوونۍ کې په کابل کې د نشه يي توکو د پلور په تور ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه بهیر دوام لري او د کابل ښار په ټولو سیموې کې به د نشه يي توکو د پلور مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت پر نشه يي توکو د روږدو د درملنې د مرکزونو د عمومي څارونکي ډاکتر احمد ظاهر سلطاني د معلوماتو په اساس، د معتادینو د درملنې د ۱۰۷ ځانګړو مرکزونو له لارې د معتادینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ترسره کېږي.

سلطاني زیاته کړه: ((د ملګرونو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر (UNODC) سروې ښيي چې په افغانستان کې له ۳.۵ میلیون تنو زیات کسان پر نشه یي توکو روږدي دي چې یوه یې ښځه اوو ماشومان جوړوي.))

د معتادینو له ډلې امین الله چې څو ځله تر درملنې لاندې نیول شوی په ناخوښۍ پژواک ته وویل، د هېواد د زیاتره ځوانانو د روږدي کېدو ستر لامل بېکاري ده.

هغه زیاته کړه، که ځوانان پر دندو بوخت وي هېڅکله پر نشه يي توکو نه روږدي کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.