ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صياد: د لارو تړل او د ټاکنوکمېسيون په فساد تورنول د حل لاره نه ده

صياد: د لارو تړل او د ټاکنوکمېسيون په فساد تورنول د حل لاره نه ده

author avatar
22 Jan 2019 - 18:37
صياد: د لارو تړل او د ټاکنوکمېسيون په فساد تورنول د حل لاره نه ده
author avatar
22 Jan 2019 - 18:37

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وايي، د لارو تړل او کمېسيون په فساد تورنول د حل لاره نه ده او که څوک د فساد په تړاو اسناد لري، له قانوني لارو دې شکايت وکړي.

د دې کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد، نن په خبري ناسته کې وويل: "د لارو تړل، ازار، اذیت او کمېسيون په فساد تورنول د حل لاره نه ده. هر هغه څوک چې اسناد لري، خپل شکایت دې د شکایاتو په کمېسیون کې ثبت کړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې هم ملاتړ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې پر ټاکنو معترض نوماندانو نن د کابل ښار څلور دروازې د موټرو پر مخ تړلې وې او هغوى په کابل کې د ټولو رايو باطلولو او له دندو د ټاکنو کمېسيون د غړو د لرې کولو غوښتنه کوله.

بديع دغه راز د شکايتونو له کمېسيون څخه هم وغوښتل چې ژر تر ژره د ولسي جرګې ټاکنو د لومړنيو اعلان شويو پايلو په اړه د خلکو شکايتونه وڅېړي، ترڅو يې له مخې وروستۍ پايلې اعلان شي.

د ټاکنو کمېسيون مشر وويل، په کمېسيون کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره په مرکز او ټولو ولایتونو کې ۱۲۰ بستونه يې اعلان کړي او په شرایطو برابر کسان کولی شي خپل ځانونه ورته نوماند کړي.

نوموړي دغه راز له امنيتي ادارو هيله وکړه چې د ټاکنو کمېسيون د دفترونو، غړو او کارکوونکو امنيت ته جدي پام وکړي.

بديع وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ١٨ تنو ځانونه نوماند کړي چې د هغوى د تابعيت، سټېکر لرونکې تذکرې او نور اسنادو د څېړنې لړۍ يې نن پيل کړه، دوه اوونۍ وخت به ونيسي او د سلواغې په ١٦مه به يې لومړنۍ پايلې اعلان کړي.

نوموړي له ټولو کانديدانو هيله وکړه چې اساسي قانون او نورو لوايحو ته په کتو خپل کارونه ترسره او قانون ته په درنه سترګه وګوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.