ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له لس سلنه مخابراتي محصوله شاوخوا ۱۴ میلیارده افغانۍ ټولې شوې دي

له لس سلنه مخابراتي محصوله شاوخوا ۱۴ میلیارده افغانۍ ټولې شوې دي

author avatar
22 Jan 2019 - 15:31
له لس سلنه مخابراتي محصوله شاوخوا ۱۴ میلیارده افغانۍ ټولې شوې دي
author avatar
22 Jan 2019 - 15:31

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ۹۷): مخابراتو وزارت چې د لس سلنه مخابراتي محصول ټولولو کې د روڼوالي خبره کوي، په تېرو درېیو کلونو کې له دې لارې شاوخوا ۱۴ میلیارده افغانۍ عاید لري خو د دغه بهیر د روڼوالي لپاره یې نوی سیستم نه دی جوړ کړی.

د وزیرانو شورا د پرېکړې او ولسمشر د فرمان پر اساس، د مخابراتي کمپنیو په ټولو پېرېدونکو لس سلنه محصول وضع شوی او د ۱۳۹۴ کال د تلې له لومړۍ نېټې وروسته دغه فرمان عملي شوی دی.

د یاد محصول له عملي کېدو وروسته د ملي شورا ځينو غړو ویلي وو، دغه بهیر روڼ نه دی او د روڼوالي لپاره یې باید نوی سیستم جوړ شي. د مخابراتو وزارت ژمنه کړې وه چې د دې ډول اندېښنو د له منځه وړلو لپاره نوی سیستم (Real Data Management) جوړوي خو تر اوسه یې یاد سیستم نه دی جوړ کړی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له دې امله چې دغه سیستم ډېر تخنیکي او مهم دی په جوړېدو کې یې ځنډ راغلی دی.

خو هغه زیاته کړه، د دغه سیستم تدارکاتي بهیرونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې د جوړېدو هوکړه لیک له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شي.

نوموړي وویل، د لس سلنه مخابراتي محصول عایدات د ۱۳۹۴ کال په دوو میاشتو کې ۸۰۲ میلیون افغانیو زیات وو، په ۱۳۹۵ کال کې له ۴.۲ میلیارد افغانیو ډېر، په ۱۳۹۶ کال کې له ۴.۲ میلیارد افغانیو ډېر او تېر کال څه د پاسه ۴.۶ میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.

د هغه په خبره، د تېر مالي کال د عایداتو له جملې ۷۰۵ میلیون افغانۍ تر اوسه روشن خصوصي مخابراتي شرکت نه دي ورکړې خو ژمنه یې کړې ده چې یادې پیسې به ډېر ژر ورکړي.

ده وویل، ترلاسه شوي عایدات له مخابراتي شرکتونو په مستقیمه توګه مرکزي بانک ته لېږدول کېږي او د دولت زېرمې ته واردېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.