کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۷): د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د میدان وردګو ولایت د مرکز ميدان ښارپه پروني برید کې ۳۶ د ملي امنیت ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان دي.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې د یاد مطلب تر څنګ راغلي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ملي امنیت د ولسي پاڅون کوونکو پر مرکز د هاموې زغروال ټانک په وسیله برید وکړ.
دغه برید تېره ورځ سهار ۷:۳۰ بجې د میدان ښار په باغ زنانه سیمه کې ترسره شو.
سرچینې زیاته کړې: ((تروريستانو له چاودېدونکو مواد د ډک زغروال هاموې ټانک څخه په استفاده ځانونه د مرکز قراول ته نږدې کړي چې یاد ټانک د قراول د ساتونکو له خوا پېژندل شوی خو دا چې ټانک زغروال توانېدلى چې قراول مات کړي او ترې تېر شي، وروسته یې مرکز ته نږدې چاودنه کړې او د مرکز ودانۍ یې يوڅه ویجاړه کړې او له بده مرغه د تېرې ورځې په برید کې زیات شمېر کسان د ودانۍ د تخریب له امله شهیدان شوي وو.))
په خبرپاڼه کې راغلي، له لومړۍ چادونې وروسته درې برید کوونکي چې غوښتل یې د یوه کرولا ډوله موټر څخه په استفاده ودانۍ ته دننه شي د مرکز د ساتونکو له خوا تر پېژندو وروسته وژل شوي دي.
د یاد برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
د یادې ډلې ویاند ذبېح الله مجاهد ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د ملي امنیت ۹۰ سرتېري وژلي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
مجاهد زیاته کړې، په برید کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن