کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۷): د ولسي جرګې معترضو نوماندانو چې د کابل څلور دروازې یې د ترافیکو پر مخ تړلې وېو یوه دروازه یې خلاصه کړه، خو په کابل کې یې د بيا ټاکنو په ترسره کېدو او د ټاکنو کمېسیون د غړو پر ګوښه کېدو یې ټینګار وکړ.
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه، خو په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې. ټاکنو کمېسیون له درېیو میاشتو وروسته د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
نن سهار لسګونه نوماندانو او د دوی سلګونه پلویانو چې د ټاکنو پر اعلان شوو پایلو نیوکه لري، د کابل ښار څلور ورودي دروازې د ترافیکو پر مخ وتړلې.
خو شاوخوا دوولس نیمې بجې یې د یاد ښار ختیځه دروازه د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
په دې دروازه کې معترض نوماند حسن جان دولتزي پژواک ته وویل: ((که حکومت غواړي چې خلکو ته له دې زیاتې ستونزې جوړې نه شي، د دوی حقه غوښتنو ته دې رسېدګي وکړي، سره له دې چې نن موږ د ناروغانو لپاره لاره خلاصه کړه، خو که د کابل رایې باطلې اعلان نه شي او له کمېشنرانو سره قانوني چلند ونه شي، موږ حتی وړې لارې هم تړو.))
بل معترض نوماند قاري محمد عمر هوتک هم د کابل ولایت ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ویې ویل: ((موږ اجازه نه ورکوو چې په برخلیک مو معامله وشي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولې له خپلې پرېکړې په شا شو؟))
هغه ورته نظر درلود او ویې ویل، نوماندانو د کابل په ختیځ کې پرېکړه کړې چې نن د ترافیکو پر مخ لاره خلاصه کړي، خو که غوښتنو ته رسېدنه ونه شي، د کابل ولایت ټولې لارې او د ټاکنو کمېسیون ټول مرکزي کمېسیونونه به وتړي.
خو درې نورې دروازې تر اوسه (د ماسپښین درې بجې) د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
د کابل په شمالي دروازه کې بل معترض نوماند لطف الله پژواک ته وویل، ۲۰۰ معترض نوماندان یو ځای شوي او نن سهار یې د کابل ښار څلور دروازې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
د هغه په خبره، د کابل حوزې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او د کابل د ټولو رایو د باطل اعلانېدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه باید عملي شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د لیندۍ په ۱۵مه د کابل حوزې ټاکنې له درغلیو او سرغړونو ډکې وبللې او اعلان یې وکړ چې د ټاکنو د قانون او پر ټاکلي وخت د نه مدیریت په اساس د کابل حوزې رایې باطلې دي، خو وروسته پرېکړه وشوه چې د یادې ټاکنیزې حوزې رایې دې له سره وشمېرل شي.
قریشي چې د نورو معترضو نوماندانو په استازيتوب خبرې کولې، وویل چې د ټاکنو کمېسیون کمېشنران باید له خپلو دندو ګوښه او ممنوع الخروج اعلان شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن