ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوهنتون د غصب شوې ۳۲۰ جريبه ځمکې راګرځولو کمپاين پيل شو

د ننګرهار پوهنتون د غصب شوې ۳۲۰ جريبه ځمکې راګرځولو کمپاين پيل شو

author avatar
22 Jan 2019 - 11:41
د ننګرهار پوهنتون د غصب شوې ۳۲۰ جريبه ځمکې راګرځولو کمپاين پيل شو
author avatar
22 Jan 2019 - 11:41

جلال اباد (پژواک، ۲ سلواغه ۹۷): د ننګرهار پوهنتون مسوولينو د دغه پوهنتون د غصب شوې ۳۲۰ جريبه ځمکې د بېرته راګرځولو کمپاين پيل کړی دی.

ياد کمپاين پرون پيل شوی او مسوولين يې وايي د ولسمشر له هدايت سره سم به د پوهنتون ټوله غصب شوې ځمکه را وګرځوي.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د سلواغې په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، دوی پرون د پوهنتون په ځمکه کې د جوړ شوو ۴۰ دوکانونو له نړولو د خپلو ۳۲۰ جريبه ځمکې بېرته راګرځولو کمپاين پيل کړ.

د نوموړي په وينا، ياد دوکانونه او تاسيسات د هغو ١٢٠ ودانيو له جملې دي چې په غير قانوني توګه د پوهنتون په غصب شوې ځمکه کې جوړ شوي وو.

د يحيی فهيم د معلوماتو له مخې، ننګرهار پوهنتون ٥٨٠ جريبه ځمکه لري چې اوسمهال يې يوازې ٢٦٠ جريبه په واک کې ده او پاتې ٣٢٠ جريبه د سيمې د اوسېدونکو له خوا غصب شوې چې کورونه، دوکانونه او نور تاسيسات په کې جوړ شوي.

هغه وايي: ((د پوهنتون د غصب شوې ځمکې ترلاسه کولو په لړ کې هغه ٤٠ بابه دوکانونه چې د پوهنتون په لوېديځه برخه کې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې جوړ شوي وو، د هغوى له خاوندانو سره په تفاهم ونړول شول.))

د پوهنتون رييس وايي، د غصب شوې ځمکې د بېرته ترلاسه کولو په موخه د ولسمشر له حکم سره سم د ولايت مقام له خوا يو کمېسيون ټاکل شوى چې ډېر ژر به د پاتې ځمکې خپلولو چارې هم پيل شي.

خو بل خوا د ورانو شوو دوکانونو کاروباريان وايي، له پنځلس کلونو راهيسې يې دغلته کار کاوه او د اولادونو د رزق وسيله یې و؛ خو که اوس حکومت د دغه ځای بديل ورکړي نو ډېره مرسته به يې وسره کړې وي.

سيداغا دغلته د موټرو د پنچر میني دوکان درلود؛ دی وايي، کلونه وړاندې ورته دغه ځمکه په قرارداد ورکړل شوه، خو تر اوسه يې نه بېرته پوهنتون او نه هم کومې بلې مرجع ترې نه د پيسو غوښتنه کړې او نه يې هم قرارداد ور نوی کړی دی.

هغه وويل: ((د پوهنتون رييس له موږ سره په مشوره دا دوکانونه وران کړل، خو حکومت نه زموږ دا غوښتنه ده چې اوس دې موږ ته بديل ځای راکړي؛ ځکه موږ ته هم کورنۍ او اولادونه را له غاړې دي، د لاس دا مړۍ يې رانه واخيسته نوره زمينه خو بايد راته برابره کړي.))

دغه راز يو بل د خوراکي توکو دوکاندار چې دوکان يې ړنګ شوی، وايي دوکانونه يې د دوی په رضايت ړنګ شوي؛ ځکه دوی غصب نه و کړی او يوازې يې ترې د خپل رزق ګټلو  لپاره کار اخيست؛ خو غوښتنه يې دا وه چې حکومت دې دوی ته د کرايې په بدل کې د بل ځای غم وخوري.

په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايتي ادارې د  ځمکو د غصب مخنيوي په موخه کمپاينونه پيل کړي، چې همدا اوس د روداتو ولسوالۍ په سرخ دېوال سيمه کې د غصب شوې زرګونه جريبه ځمکې را ګرځولو کمپاين پيل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.