کندهار (پژواک، ٢ سلواغه ٩٧): په کندهار ښار کې د خرقې مطهرې په دننه کې د متوليانو ترمنځ لفظي شخړه شوې او وروسته پر وسله واله نښته اوښتې.
د ولايت مقام له خوا د سلواغې په ٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولايت مقام له خوا پلاوی ټاکل شوی او د پېښې د څېړنې په موخه هلته تللی دی.
بلخوا ويل کېږي چې کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان د خرقې شریفي دوه متولیان نیسم اخندزاده او مسعود اخندازاده خلع سلاح کړي دي.
دغو متوليانو نن د خرقې شریفي د امتیازاتو او ریاست د چوکۍ پر سر له لفظي شخړي وروسته وسله واله نښته وکړه.
امنيتي سرچينې وايي، په نښته کې یو کس ټپي شوی، ویل کېږي چي په ټولو شویو وسلو کي راکټونه، پيکا او کلاشینکوفونه شامل دي. دوی له مخکي چمتوالی نیولی وو او له درنو وسلو سره په سنګرونو کي ناست وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن