ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرشک برېښنا بند د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي

د ګرشک برېښنا بند د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي

author avatar
22 Jan 2019 - 17:03
د ګرشک برېښنا بند د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي
author avatar
22 Jan 2019 - 17:03

لښکرګاه(پژواک، ٢ سلواغه ٩٧ ): د هلمند والي وايي چې د قراردادي شرکت د معياري کار نه کولو له امله يې د ګرشک برېښنا بند د جوړولو چارې ځنډولي دي، خو خلک بيا ټينګار کوي چې هرڅه ژر دې د دغه برېښنا بند د جوړېدو چارې بېرته پيل شي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګرشک ولسوالۍ يوتن هټيوال محمد هارون د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د ګرشک برېښنا بند د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي.

هغه وايي: ((کار يې بايد نه واى بند کړى، که شرکت کې ستونزه وه، بايد څېړل شوې واى او ستونزه هواره شوې واى، خو دغه کار د امتياز ترلاسه کولو لپاره شوى دى.))

دغه راز د ګرشک يوتن قومي مشر حاجي لالي پژواک ته وويل چې دا مهال په بند کې اوبه کمې دي، بايد چټک کار پرې وشي.

ده زياته کړه: ((همدا ښه د کار وخت دى، وروسته اوبه ډېرېږي بيا سم کار نه کيږي او دلته امنيت هم سم نه دى، هرڅه په ميدان پراته دي، بايد ژر ژر کار وشي او هرڅه تکميل شي.))

همدارنګه په لښکرګاه کې مدني فعال عبدالحق ځواکمن پژواک ته وويل چې د دې پروژې کار لا پخوا اووه کاله ځنډېدلى و، نور بايد ونه ځنډول شي.

هغه وايي: ((موږ د شفافیت غوښتوونکي یو، ټول کارونه  دې د شوي قرارداد مطابق تر سره  شي څو بیا په راتلونکي کې د پروژې چارې له ستونزو سره مخ نه شي، خو د کار له بندېدو سره موافق نه يو.))

په دې اړه د ګرشک برېښنا بند د ساختماني شرکت يو تن کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د يوه توربين چارې بشپړېدو ته نږدې شوې وې او د دوه نورو چارې هم ښې روانې وې، خو د والي په امر هرڅه بند شول.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د برېښنا رییس انجنیر نصر الله قانع پژواک ته وويل چې د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا بند پروژې چارې بندې شوې دي.

دى وايي: ((په دې مسله مرکز هم خبر دى، دا د لږو پيسو پروژه نه ده، هرڅه يې بايد سم او د قرارداد مطابق وي.))

خو د هلمند والي محمد یاسین خان پژواک ته وويل چې قراردادي شرکت له قرارداد سره سم معياري کار نه کاوه، نو ځکه يې چارې ورته بندې کړې دي.

د هغه په وينا، ترڅو چې قراردادي شرکت دا ثابته نه کړي چې معياري کار کوي د کار کولو اجازه به ورنه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.